1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډهلي په سفارت کې د طالبانو استازي په کار پیل کړی

نجيب الله زيارمل د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ دی ۲۳, سه‌شنبه

د طالبانو ادارې هند ته خپل لومړی لوړپوړی استازی لېږلی دی څو هلته په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت چاري پر غاړي واخلي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نوموړي له هندي چارواکو سره کتلي دي.

په ډهلي کي د افغانستان سفارت ويلي دي چي د طالبانو استازي په کار پيل کړی دی
په نوي ډهلي کي د افغانستان سفارتانځور: Altaf Qadri/AP Photo/picture alliance

په نوي ډهلي کي د افغانستان سفارت په يوه بيانيه کي ويلي دي چي د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يو چارواکی نور احمد نور په هند کي د افغانستان سفارت د شارژدافير په توګه دنده پرغاړه اخيستې او له هندي چارواکو سره يې ليدنې کتنې لرلي دي.

له هغه وخت راهيسي چي طالبان دوهم وار په افغانستان کي واک ته رسېدلي دي دا لومړی ځل دی چي خپل يو لوړپوړی استازی يې هند ته ټاکلی دی.

هند په رسمي ډول د طالبانو اداره په رسميت نه ده پېژندلې، خو دا اقدام د ژورو اړيکو نخښه ده، چي نوی ډهلی هڅه کوي د اسلام آباد او کابل ترمنځ له جنجال څخه ګټه واخلي.

په نوي ډهلي کي د افغانستان سفارت د دوشنبې په ورځ ناوخته په ايکس شبکه کي په يوه پوست کي ليکلي دي چي په دې ليدنه کتنه کي «دواړو خواوو د افغانستان او هند د اړيکو د پياوړتيا پر اهميت ټينګار وکړ.»

هند تر اوسه پوري په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو د افغانستان سفارت د هند د بهرنيو چارو وزارت د لوړ پوړي چارواکي انند پرکاش سره د نور احمد نور عکس خپور کړی دی.

ایا هند د افغانستان لپاره یو ښه اقتصادي بدیل کېدلی شي؟

24:00

This browser does not support the video element.

په افغانستان کي د طالبانو ادارې له خوا د اسلامي شريعت سخت تطبيق ممکن د هند د لومړي وزير نريندرا مودي د هندو ملتپال حکومت له پاره سخت وي، خو هند هڅه کوي چې له دې فرصته استفاده وکړي.

په اټومي وسلو سمبال دواړو سيالو هيوادونو هند او پاکستان د ۲۰۲۵م کال په مې مياشت کي يوه لنډه خو خونړۍ نښته وکړه چي په لسيزو کي تر ټولو بده نښته وه.

د نوي ډهلي له پاره د طالبانو د لوړپوړي سیاسي استازي دا ټاکنه د طالبانو له پاره چي د نړيوال مشروعيت له پاره په بهر کي د افغانستان پر استازوليو د کنترول له پاره پراخي هڅي کوي، ډېره مهمه ده.

د تېرکال په اکتوبر مياشت کي هند اعلان وکړ چي په افغانستان کي خپل فني ماموريت به په يوه کامل سفارت بدل کړي. اوس وخت روسيه يوازینی هيواد دی چي د طالبانو اداره يې په رسمي ډول په رسميت پېژندلې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب