دغه چارواکي ويلي دي چي باور لري دغه مړي به د هغو روهنگيا مسلمانانو وي چي د سه شنبې په ماخستن يې کښتۍ ډوبه سوې وه. دغه حادثه د شاه پورير دويپ په سيمه کي د نف په سيند کي رامنځ ته سوې وه.
دغه سيمه د بنگله دېش او ميانمار تر منځ په سرحدي علاقه کي واقع ده. دغه چارواکي ويلي دي چي دوی داسي مړي هم موندلي دي چي ښايي زيات وخت په اوبو کي پاته سوي ول او د نورو حادثو قربانيان ول.
د نوموړي په وينا د سه شنبې په ورځ هم دوه مړي موندل سوي ول. دا په داسي حال کي چي هره ورځ د روهنگيا مهاجرو کښتۍ د نف سيند له لاري بنگله دېش ته رسيږي.
د همايون رشيد په نوم د بنگله دېش د پوليسو يوه چارواکي ويلي دي چي تر اوسه چي يې کوم مړي موندلي دي په هغوی کي يې زياته برخه ماشومان دي. د کوکس بازار ولسوالۍ دغه چارواکي زياته کړې: «د قربانيانو اکثريت ماشومان دي. په دغو مړو کي يې بعضي د مرميو زخمونه هم لري.» کوکس بازار د بنگله دېش هغه سيمه ده چي د ميانمار پولي ته څېرمه پرته ده، او پکښي ګڼ شمېر روهنګيا مهاجر مېشت دي.
د ملگرو ملتونو د معلوماتو پر اساس په سونو کښتۍ د بنگله دېش و شملاپور او شاه پورير دويپ سيمو ته رسېدلي دي.
ملگري ملتونه اټکل کوي چي د اګست پر ۲۵مه نېټه د ميانمار د دولتي ځواکونو د عملياتو له پېل راهيسي تر۳۷۰ زرو زيات روهنگيا مسلمانان بنگله دېش ته تښتېدلي دي. دا په داسي حال کي ده چي په بنگله دېش کي د روهنگيا مسلمانانو مهاجر کمپونه تر مخه لا تر اندازې زيات ډک ول.
زموږ له آرشيف څخه:
روهينګيا مسلمانان څوک دي؟
د ميانمار په رخاين ايالت کي تقريبا يو میليون روهينګيا مسلمانان آباد دي. خو د دغو مسلمانانو ژوند له کړواونو، زور زياتيو، مفليسيو او غمونو ډک دی. روهينګيا مسلمانان په اصل کي څوک دي؟
انځور: Reuters/M.P.Hossain
روهينګيا مسلمانان هيڅ هيواد نه لري
روهينګيايان کوم هيواد نه لري. دوی په اصل کي د ميانمار يا برما په هيواد کي اوسيږي. خو د دغه هيواد د ۱۹۸۲ کال د قانون له مخي روهينګيايان د ميانمار تابعيت نه سي ترلاسه کولای.
انځور: Reuters/D. Whiteside
شکنجه سوي انسانان
د ميانمار اکثريت اوسېدونکي بودايان دي. پر سخت دريځه بودايانو او د ميانمار پر امنيتي چارواکو تورونه لګول کيږي چي هغوی روهينګيايان شکنجه کوي او حتی د هغوی بنسټيزه بشري حقونه تر پښو لاندي کوي.
انځور: Reuters/M.P.Hossain
نه تګ راتګ نه کار
روهينګيايان نه خو له يو ځای څخه بل ځای ته تللای سي او نه هم د کار کولو اجازه لري. هغوی چي د ميانمار په کومه سيمه کي اوسيږي، ورڅخه غوښتنه سوې چي هغه سيمه خالي کړي. د ميانمار چارواکي وايي چي روهينګيايان په اصل کي په ميانمار کي د اوسېدو حق نه لري.