1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ښځو د بيا کار ته تګ طرحه به ژر نهايي شي»

۱۴۰۲ خرداد ۳, چهارشنبه

د یوې سترې مرستندویه موسسې مشر د سه شنبې په ورځ وویل چې طالب چارواکو ورته ویلي دي چې دوی د داسې دستورالعمل نهايي کولو ته نږدې شوي دي چې له مخې به یې افغان مېرمنو ته په غیر دولتي موسسو کې د کار د بیا پیل کولو اجازه ورکړي.

Iran Afghanische Flüchtlinge | NRC Jan Egeland
انځور: Vahid Salemi/AP/picture alliance

د تېر کال په ډسمبر کې طالبانو افغان مېرمنې او نجونې له کار کولو منع کړې دي، ظاهراً له دې امله، چې دوی د حجاب او د جنسیت د جلا کولو امرونه په سمه توګه نه دي مراعات کړي. په اپریل میاشت کې، دوی دا بندیز د ملګرو ملتونو په دفترونو او ادارو کې هم پلي کړ. مګر د روغتیا او تعلیم په برخو کې ځینې استثناوې شته.

په انجوگانو کې د ښځو پر کار تر بندیز څو ورځې وړاندې طالبانو پوهنتونونو ته د ښځو ورتګ هم منع کړ او تر شپږم ټولګي پورته نجونې یې ښوونځيو ته له تلو منع کړلې. د تېر کال په نوومبر میاشت کې د پارکونو په ګډون عامه ځایونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز ولګېد.

طالبانو په جنورۍ میاشت کې وویل، چې دوی په انجوگانو کې د ښځو له پاره د بیرته راستنیدو پر لارښودونو او طرحو باندې کار کوي. دې ډلې دا هم ویلي دي چې ښوونځیو ته د نجونو او ځوانو ښځو د راستنېدو پر لارو چارو کار کوي، خو دا ژمنې لا نه دي عملي شوې.

د ناروې د کډوالو شورا مشر جان ایګلند په پنځو میاشتو کې دوه واري افغانستان ته سفر وکړ، چې د دغه هيواد واکمن وهڅوي چې په خیریه موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لېرې کړي.

افغانستان ـ کابل د ښځو لاريونانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

اګلنډ د کندهار د والي له مرستیال مولوي حیات الله مبارک سره وکتل، چې د ده په اند د طالبانو له مشر هيبت الله اخندزاده سره «مستقیمي اړیکي» لري. اګلنډ د کندهار د اقتصاد له رئیس مولوي عبدالسلام باوري سره هم وکتل.

هغه اسوشېتېډ پرېس ته وويل: «له هغه وخته چې اخندزاده په کندهار کې مېشت شو، د دغه ولايت چارواکي يو ځانګړى دريځ لري.» هغه زیاته کړه: «که له کندهار سره یوې هوکړې ته ورسېږي، دا لارښونه په ټول هيواد کې اغيز کولای شي. دا لارښوونې نهايي کیدو ته نږدې دي او باید ژر پلي شي.»

«په اروپا کې جګړه؛ افغانستان او افغانان هېر شوي»

اګلینډ وویل چې پر طالب چارواکي د ټاکلي وخت له پاره د «ډیر ژر» پر کلمه يې فشار راوړی خو دوی یې په اړه نور وضاحت نه ورکوي.

هغه ته ویل شوي چې طالبان تر هغه وخته پورې د هیڅ شي ضمانت نه شي کولی تر څو چې د دې ډلې مذهبي مشر له خوا ورته نه وي ويل شوي. طالبانو دا هم ویلي دي چې له میاشتو راهیسې د انجوگانو په اړه کار کوي او ډېری مسایل یې حل شوي دي.

دا لارښوونې باید د جامو مقررات، په کار ځای کې د جنسیت جلا کولو او د سفر په وخت کې د ملګري درلودل مشخص کړي. اګلینډ خبرداری ورکړ چې بندیز به لېرې نه شي که دستورالعملونه تر دغو موضوعاتو هاخوا وي.

«نرګس سادات د طالبانو له زندانه د روغتیايي وضعیت له امله خوشې شوه»

هغه وویل، د ناروې د کډوالو شورا د ښځو پر ګومارلو او روزنې د بندیز له امله د افغانستان له پاره خپلې ۴۰ سلنه مرستې له لاسه ورکړي دي.

هغه زیاته کړه، چې احتمالي زیان يې خدماتو ته د خلکو په لاسرسي کې د ۴۰ سلنه کمښت معنی

 لري. دغه سازمان له خپلو ۱۵۰۰ کارکوونکو څخه ۲۲۰ یې له دندو ګوښه کړي او پنځه دفترونه یې تړلي دي. سره له دې دا اداره لا هم خپل نارینه او ښځینه کارمندان ساتي، خو د دغو بندیزونو له امله کار نه شي کولای. ياد سازمان نه شي کولی چې په ټيمونو کي يې يوازي نارينه وي.

د م.م. د بشري حقونو نوي کميسار د ښځو حقونو ته »ضربې« اندېښمن کړی

اګلینډ وویل: «زه د دوی په ژمنه باور لرم. خو زه یوازې حقایق منلی شم.»

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي چې د انجوګانو د دستورالعمل په اړه خبرې کول له وخته مخکې دي. هغه وويل: «دا پرېکړه د بلې مرجع له خوا کيږي او موږ يې مسئول نه يو.» موږ کولای سو چې یوازې يې تائید کړو. کله چې وخت يې راشي، موږ به یې په رسمي توګه اعلان کړو.»

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل