1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیګم راډیو په افغانستان کې د یوه ښونځي په څیر عمل کوي

۱۴۰۰ آذر ۱۸, پنجشنبه

په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې د ښځو غږ خاموشه شوی دی، د بیګم په نوم راډیو د طالبانو تر ولکې لاندې کابل ښار کې فعاله ده. د دغه راډیو زياتره کارکونکې ښځې دي او د ښځو له پاره پروګرامونه جوړوي.

Puli Khumri regional studio of Afghan public broadcaster
افغان رسنۍ - د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/S. Koszticsak

اوسمهال د «بیګم» په نوم دا راډيو د طالبانو تر ولکې لاندې فعاليت کوي چې د روان کال په اګست میاشت کې یې په افغانستان کې د قدرت واګي تر لاسه کړي دي او په کاري چاپیریال او مکتبونو کې یې د میرمنو او نجونو شتون محدود کړی.

د دې راډیو بنسټ ايښوونکې ۴۸ کلنه حمیده امان ده چې افغانستان ته د شوروي ځواکونو د یرغل څو کاله وروسته له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه وتښتیده. هغه په سویس کی لویه شوې ده. 

»موږ نه تسليمیږو«

نوموړې وايي چې د طالبانو د لومړني حکومت تر پرځيدو وروسته په ۲۰۰۱ کې بيرته افغانستان ته ستنه شوه. حمیده امان زياتوي: «موږ باید ټوله عمومي فضا اشغال کړو او دا وښیو چې ویره نه لرو.»

بیګم راډیو پر افغانستان د طالبانو د ولکې او پخواني حکومت د راپرځيدو پنځه میاشتې مخکې پرانیستل شوه او اوسمهال خپلې خپرونې د کابل ښار لپاره او همدارنګه د فیسبوک پاڼې له لاری په ژوندۍ بڼه وړاندې کوي. «بیګم» په آسیا او ختیځ کې یو اشرافي نوم دی او اوس زیاتره د یوې مسلمانې واده شوې میرمنې لپاره کارول کیږی.

حميده امان وايي: «دغه راډیو د افغانو میرمنو او د هغوی د رنځونو او دردونو د آواز پورته کولو یوه وسیله ده.»

«روان کال ډير ژورنالیستان زندان ته اچول شوي»

طالبانو په  سپتامبر میاشت کې دې راډیو ته د يوی شمیر نویو محدودیتونو په پام کې د نيولو په شرط د کار اجازه ورکړه.

پخوا د بیګم راډیو نږدې لس تنو کارکوونکو د نارینه وو په شمول په يوه ګډ دفتر کې کار کاوه خو خو اوس ښځې او نارینه کارکوونکي سره جلا شوي دي او په بیلابیلو خونو کې کار کوي. همدارنګه د میرمنو خونې دروازی ته یوه بله پرده هم ځړل شوې ده.

بیګم راډیو په افغانستان کې د یو ښونځي په څیر عمل کوي انځور: ZOHRA BENSEMRA/REUTERS

حمیده امان وايي چې اوسمهال د راډیو په نشراتو کې افغاني دودیزو او ارامو سندرو د پاپ  سندرو ځای نیولی دی خو له دې هر څه سره سره د بیګم راډیو کارکونکې وايي په راډیو کې کار کول اوس یو امتیاز شمیرل کیږي ځکه ډیرې میرمنې

اوس په دفترونو کې له کار کولو منع شوي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو د دويم ځل له پاره تر رسیدو راهیسي په دغه هیواد کې ښوونځي تړل شوي دي خو د دې راډیو سټوډيوګانې د ورځې دوې وارې د یوه ښوونځي په څیر عمل کوي.

له دې راډیو څخه د یو فرانسوي خبریال د کتنې پرمهال  شپږ تنه  ۱۳ کلن او ۱۴ کلني  نجونې او هلکان هغه مهال په زده کړو بوخت ول چې د راډیو ویاندې د ټولنیز عدالت په اړه خبرې کولې.

 یوه ۱۹ کلنه ښونکې چې څو میاشتې وړاندې د ژورنالیزم محصله وه، وایی: «ټولنیز عدالت د بڼسټ پالنې په مقابل کې ولاړ دی.» 

۱۳ کلنه مرسل له هغه راهیسې چې مکتب یې د طالبانو له خوا وتړل شو، د زده کړو لپاره د یادې راډیو سټوډیو ته ځي.  هغه وايي: «زما پيام هغو نجونو ته چې ښوونځي ته نشي تلای دا دی چې دا خپرونې دې په دقت سره واوري او له دغه طلایی چانس څخه دې ګټه واخلي.»

د لويانو له پاره هم د زده کړې زمينه

په دغه راز يو درس کې ۲۴ کلنه صبا چمن په دري ژبه د میشل اوباما د ژوند په هکله لولي .هغه وایي ویاړم چې خلک د خپلو اروایي ستونزو د حل لپاره زموږ خپرونو ته زنګ وهي.

هند؛ الوتکې تر سقوط دمخه کوم بیړنی زیګنال نه وو ورکړی

طالبان د اګست په نیمايي کې د کابل په نیولو سره واک ته ورسيدلانځور: West Asia News Agency/REUTERS

په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان د پخواني معارف وزارت د خپرو شویو معلوماتو پر اساس په افغانستان کې يوازې ۱۸ سلنه میرمنې با سواده وې، په داسي حال کې چی هغه مهال د هیواد ۶۲ سلنه نارینه با سواده ول.

یوه میرمن چې لیک لوست نشي کولای د دغه راډیو له لارې وايي: «هغه ښځې چې لیک لوست نه شي کولای د ړندو په څېر دي.»

حمېدې امان په افغانستان کې د طالبانو قدرت ته تر رسیدو څو میاشتې وروسته له ‌ذبیح الله مجاهد سره ولیدل او ورته یې وویل دا راډیو د میرمنو د آواز اوچتولو لپاره کار کوي.

خو راتلونکی نامعلومه دی. په تیر سپتامبر مياشت کې د طلوع تلویزیون د راپور په اساس ۱۵۰ رسني د مالي او نورو ستونزو له امله تړل شوي دي. د بیګم راډیو هم تبلیغاتی عایدات نه لري او معلومه نه ده چې تر کومه به دوام وکړي.

چمن وايي: «که تر راتلونکو دریو میاشتو مالي مرسته تر لاسه نه کړو د افغانو میرمنو د غږ اوچتولو دا وسیله به هم وتړل شي.»

نوموړې زياته کړه: «هغه څه چې ما ته امید رابخښي دا دي چې زه پوهیږم او ډاډه یم چې د افغانو میرمنو لپاره یو مهم او ارزښتمن کار تر سره کوم.»

دويچه ويله د/ع. بهارت/ب. ص.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب