1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو د سفر په اړه پر طالبانو د پاکستان نيوکي

۱۴۰۰ دی ۷, سه‌شنبه

د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري د طالبانو پر هغه پرېکړي نيوکي کړي دي چي د مېرمنو پر يوازي سفر يې محدوديتونه ولګول. پر طالبانو د پاکستان تنقيد لږ تر سترګو کيږي.

Pakistani International Film Festival | Fawad Chaudhry
آرشِف انځور: د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدريانځور: Hum TV PR

د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د دسمبر ۲۷) ناوخته د طالبانو د دغو نوو اصولو په هکله څرګندونې وکړې. چوهدري وويل: «مېرمنې نه سي کولای چي يوازي سفر وکړي يا ښوونځيو او کالجونو ته ولاړي سي... دا ډول شاته پاته افکار خطرناک دي.»

فواد چوهدري د طالبانو له خوا پر مېرمنو او نجونو د لګول سوو محدوديتونو په هکله اندېښنه وښوده او زياته يې کړه چي «دا ډول توندلاريتوب پاکستان او تر هغه وړاندي هم سرايت کولای سي.»

د پاکستان د اطلاعاتو د وزير دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې چي طالب چارواکو د يکشنبې په ورځ موټروانانو ته هدايت وکړ چي د اوږد سفر په موخه دي به محرمه مېرمنې د سپرلي په توګه نه اخلي.

د طالب چارواکو په وينا مېرمنې بايد د اوږد سفر له پاره د کورنۍ يو نارينه غړی له ځان سره ولري. دغه هدايات د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې له خوا و موټروانانو او ټکسي چلوونکو ته اعلان سول.

د يادي ادارې په لارښوونو کي له موټروانانو څخه دا هم غوښتل سوي چي يوازي به هغه مېرمنې د سپرليو په توګه مني چي حجاب يې کړی وي.

د پاکستان د اطلاعاتو د وزير فواد چودهري له خوا د طالبانو پر يادو اصولو په عام محضر کي ښکاره نيوکي غير عادي او د خپل طرز لومړۍ ګڼل کيږي. دا په داسي حال کي ده چي پاکستان په نړيواله توګه د دې له پاره هڅې کوي چي په افغانستان کي د طالبانو حکومت په رسميت وپېژندل سي. پاکستان د دې له پاره هم لابي کوي چي د افغانستان په ميلياردونو ډالره کنګل سوي شتمنۍ آزادي کړل سي.

د پاکستان د لومړي وزير عمران خان په ګډون د دغه هيواد مشرانو له هغه وخت راهيسي چې طالبان په افغانستان کي واک ته رسېدلي د دغي ډلي ستاينه کړې. دغو پاکستاني مشرانو په افغانستان کي د طالبانو تر واکمنۍ لاندي د مېرمنو په وړاندي پر ترخو محدوديتونو لکه له کار او تعليم څخه د هغوی پر ليري ساتلو خاموشي اختياره کړې ده.

آ./ا.ا.