د آلمان د ښځو فوټبال ملي لوبډلي د نړيوال جام په لومړۍ لوبه کي د عاج ساحل لوبډلي ته سخته ماته ورکړه. آلمان دغه لوبه ۱۰ پر صفر وگټله. د دوی د گروپ بله لوبه د ناروې او تايلند ترمنځ وه چي ناورې ۴ صفر وگټله.
اعلان
په کاناډا کي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جون مياشتي ۷) د ښځو فوټبال د نړيوال جام سياليو د B گروپ لوبي پيل سوې.
د آلمان د ښځو فوټبال لوبډلي په دغه کروپ کي خپله لومړۍ لوبه د گولونو په جشن سره پيل کړه او خپلي افريقايي سيالي لوبډلي ته ئې نه هيرېدونکې ماته ورکړه. د کاناډا په اوتاوا کي د لوبي نندارې ته ۲۰ زره کسان ورغلي ول.
آلمان د عاج ساحل پر وړاندي د لوبي له پيل څخه گټونکی ښکارېدی. د لوبي د پيل په دريمه دقيقه کي آلمانۍ لوبغاړې سليا ساسيچ مقابلي لوبډلي ته گول ورکړ او دغه راز په ۱۴ او ۳۱ دقيقه کي په دې وتوانېده چي دوه نور گولونه هم ووهي.
د لوبي لومړۍ نيمايي پنځه پر صفر د آلمان لوبډلي په گټه تمامه سوه. د لوبي په دوهمه نيايي کي د عاج ساحل لوبډلي لږ مقاومت وکړ خو وروسته د آلمان لوبډله بيا هم په دې وتوانېده چي پنځه گوله نور هم ووهي.
په دغو گولونو کي د آنيا ميتاگ درې گوله هم د پام وړ ول. د لوبي وروستی گول په ۸۵مه دقيقه کي آلکساندرا پاپ وواهه.
د عاج ساحل لوبډلي د لوبي ډېره برخه پر فولونو ولاړه وه. دغي لوبډلي ته د کانادايۍ ريفري له خوا ۶ ژړ کارتونه وښوول سول.
د ويلو ده چي د آلمان لوبډلي په دغو د گولونو ډکي بريا سره د ښځو فوټبال د نړيوال جام په سياليو کي د خپلو گولونو شمېر ۱۰۱ ته ورساوه چي دا په نړۍ کي يوازنۍ لوبډله ده چي په نړيوالو لوبو کي ئې زيات گولونه لگولي دي.
د B گروپ بله لوبه چي د ناروې او تايلند ترمنځ وه، ۴ پر صفر د ناورې په گټه تمامه سوه.
انځورونه: د ښځو د فوټبال تاريخ
د ښځو فوټبال چي اوس په نړۍ کي ډېر محبوبيت لري، په خپل ۱۲۰ کلن تاريخ کي ئې ډېري سړې و تودې ليدلي دي. په دې انځوريز راپور کي د ښځو د فوټبال تاريخ وړاندي کيږي.
انځور: Knut Wiarda/Fotolia.com
د ښځو لومړۍ فوټبال لوبډله په ۱۸۹۴م کال په انگليستان کي جوړه سوه. د دغه کلب نوم « British Ladies Football Club» وو. تر دې يو کال وروسته بيا څو نور کلبونه هم فعال سول چي ډېر خلک ئې د لوبو و نندارې ته ورتلل.
انځور: picture-alliance/United Archives/TopFoto
د شلمي مېلادي لسيږي په لومړيو کي په انگليستان کي د ښځو فوټبال نزدې ۱۵۰ کلبونه فعال ول. د دوی تر ټولو بريالۍ لوبډله د Dick Kerr Ladies F.C. وه چي ټولي لوبغاړي ئې د ماشين جوړولو د مشهوري کمپنۍ Dick Kerr کارگراني وې. (په انځور کي کيڼ)