لاريون کوونکو داسې شعارونه له ځان سره ګرځول لکه «د ښځو حقونه بشري حقونه دي». دغه شعار د «ويمنس مارش» يعنې د ښځو د مارش په نوم د جوړې شوې ټولنې په ويبپاڼه کې هم راغلی وو. سبا د دغو مظاهرو اوله کليزه لمانځل کيږي.
د مېرمنو دغه خوځښت اصلا د ۲۰۱۶ کال د نومبر په نهمه پيل شو، يعنې يو څو ساعته وروسته له هغه چې دونالد ترمپ د امريکا د متحده آيالاتو د ولسمشر په توګه وټاکل شو. په دې پسې يوې ځوانۍ ښځې په هاوايي آيالت کې يوه احتجاجي غونډه راوبلله. د ټولنيزو رسنيو د لارې د هغې غږ په ټوله نړۍ کې خپور شو.
د متحده آيالاتو په بېلابېلو ښارونو کې مختلفې پېښې په لاره واچولې شي. له دې وروسته ۷۴ ټولنې سره يو ځای شوې څو د دوو مياشتو په ترڅ کې د ښځو مارش سنبال کړي. د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۱مه بيا په ميليونو انسانان په يو وار کوڅو ته راووتل. د اټکلونو له مخې دغه مارش د متحده آيالاتو د تاريخ په اوږدو کې تر ټولو ستره ورځنۍ احتجاجي پېښه وه. تقريبا ۴۰۰ زره انسانان په واشنګټن، تقريبا ۴۷۰ زره په نيو يارک او څه نا څه ۲۵۰ زره ګډونوال په شيکاګو کې کوڅو ته راوتلي ول.
نړيوال پيوستون
په ټوله نړۍ کې انسانانو له دغه خوځښت سره پيوستون اعلان کړ او د مثال په توګه په فرانکفورت، برلين، لندن او ژنيف کې هم کوڅو ته راووتل. د ټولنيزو رسنيو د لارې د داسې طيارو عکسونه خپاره شول چې د امريکا له هر ګوټ څخه په کې مېرمنې پلازمېنې واشنګټن ته روانې وې.
دغو ګډونوالو اکثراً شخصي او انفرادي دلايل درلودل. يوې برخه والې په فرانکفورت کې دويچه ويله ته وويل: «زه امريکايۍ يم او زموږ اوسنی ولسمشر ښځو ته د څيزونو په سترګه ګوري، هغه د هغوی پر ظاهري خواصو انتقاد کوي او جنسيتي ټوکې هم کوي.»
هغې زياته کړه: «زه د هغه د لاسه راغلې يم او د هر هغه شي په وړاندې اعتراض کوم چې دی يې ورڅخه استازيتوب کوي، يعنې د متعصبينو، خودغرضو، پردو سره د کينه لرونکو، افراطيانو او د ښځو د دښمنانو پر ضد.»
ځينو وتلو ښځو او ښځينه فعالينو هم په واشنګټن کې په دغه ستره مظاهره کې ګډون وکړ لکه ژورناليستې، ګلوريا ستاينم، يا سناتورې، کماله هاريس، چې په خپلو خبرو کې يې ښځې دې ته وهڅولې چې د خپلو حقوقو او ورته موضوعاتو له پاره دې مبارزه وکړي.
نور پرمختګونه
د ۲۰۱۷ کال د ښځو له مارش وروسته هم، دغه غورځنګ له خپلې مبارزې لاس وانه خيست. وتلې او مشهورې مېرمنې يې په تلويزيون کې راڅرګندې شوې، په کنفرانسونو کې يې وينا وکړه او نورې پېښې يې هم تنظيمې کړې لکه د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې په ديترويت کې د ښځو يوه غونډه.
هغوی په احتجاجي غونډو کې هم خبرې وکړې، لکه په نيو يارک کې د يوې مظاهرې په ترڅ کې چې د کډوالو د حقونو د يوه فعال د اخراج پر ضد رابلل شوې وه. دغه غورځنګ اوس د امريکا په متحده آيالاتو کې د ښځو د پيوستون او د هغوی د راټولېدلو اصلي مرکز ګرځېدلی دی. په بېلابېلو سيمو کې ځايي ټولنې هم جوړې شوې څو په ټوله امريکا کې په وار وار ټولنيز او سياسي احتجاجونه تنظيم او په لاره واچول شي.
په سعودي عربستان کې د میرمنو حقونو ته ځغلنده کتنه، انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه:
په سعودي عربستان کې د ښځو حقوقو ته کتنه
سعودي عربستان دوې ورځې ترمخه اعلان وکړ چې د قانوني سرپرست له اجازې پرته به هم ښځو ته د موټر لایسنس اخیستو اجازه ورکړي. په دغه اسلامي سلطنت کې ښځو په تیرو کلونو کې څه ترلاسه کړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Jamali۱۹۵۵م کال: د ښځو لومړنی ښوونځی ۱۹۷۷م کال: د ښځو لومړنی پوهنتون
په ریاض کې نجونو ته تل دا زمینه نه وه برابره چې د دغو ماشومانو په څیر ښوونځي ته ولاړ شي. په دارلحنان کې په ۱۹۵۵م کال کې د نجونو په لومړني ښوونځي کې ثبت نام پیل شو. «ریاض کالج آف ایجوکیشن» د ښځو د لوړو زده کړو لومړنی انیستیتوت وو چې په ۱۹۷۰م کال کې پرانیستل شو.
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine۲۰۰۱م کال: د ښځو له پاره پیژند پاڼه
د ۲۱مې پيړۍ په پیل کې ښځو د لومړي ځل له پاره وکولای شول چې تذکره واخله. دغه کارتونه یوازینۍ لاره وه چې دوی پرې خپل هویت تثبیت کړي، د بیلګې په توګه د میراث او یا جائیداد اړونده شخړو کې. خو دغه کارتونه به ښځو ته یوازې د سرپرست په اجازه ورکول کیدل او مستقیما به ښځو ته نه بلکې سرپرست ته ورکول کید. په ۲۰۰۶م کال کې ښځو ته اجازه وه چې د سرپرست د اجازې پرته خپله پيژند پاڼه جوړه کړي.
انځور: Getty Images/J. Pix۲۰۰۵م کال: پر جبري ودونو بندیز
سعودي عربستان په ۲۰۰۵م کال کې پر جبري ودونو بندیز ولګاوه، خو نکاح نامه د زوم او د ناوې د پلار تر منځ لاسلیک کیږي، نه د زوم او ناوې تر منځ.
انځور: Getty Images/A.Hilabi۲۰۰۹م کال: لومړنۍ حکومتي ښځینه وزیره
په ۲۰۰۹م کال کې پاچا عبدالله، د سعودي عربستان په حکومت کې لومړنۍ ښځینه وزیره وټاکله. نورا الفایض، د روزنې وزرات د ښځو د چارو مرستیاله وزیره وه.
انځور: Foreign and Commonwealth Office۲۰۱۲م کال: د المپیک لومړنۍ ښځینه لوبغاړې
سعودي عربستان پر دې باندې راضي شو چې د لومړي ځل له پاره د دغه هیواد ملي ټیم چې پکښې ښځینه لوبغاړې وې د المپیک په سیالیو کې برخه واخلي. په دغو کې یوه هم سارا عطار وه، چې د ۲۰۱۲م کال د لندن په المپیک سیالیو کې د ښځو د ۸۰۰ متره په ځغاسته کې برخه واخلي. هغه په دغو سیالیو کې حجاب پر سر وو.
انځور: picture alliance/dpa/J.-G.Mabanglo۲۰۱۳م کال: ښځو ته د بایسکل او کوچني موټر سایکل د چلولو اجازه
سعودي چارواکو په ۲۰۱۳م کال کې ښځو ته د لومړي ځل له پاره د بایسکلونو او د کوچنیو موټر سایکلونو د چلولو اجازه ورکړه، خو یوازې په تفریحي ځایونو کې چې باید بشپړ اسلامي حجاب یې اغوستی وي او خپل یو نارینه ورسره موجود وي.
انځور: Getty Images/AFP۲۰۱۳م کال: په شورا کې لومړنۍ ښځې
په ۲۰۱۳م کال کې پاچا عبدالله ۳۰ ښځو ته د سعودي عربستان په مشورتي شورا کې سوګند ورکړ. دا هغه څه وو چې ښځو ته يې پر یوه مقام باندې د ټاکلو زمینه برابروله.
انځور: REUTERS/Saudi TV/Handout۲۰۱۵م کال: د ښځو د رای ورکول او ځان کاندیدول
په ۲۰۱۵م کال کې د سعودي عربستان په ښاروالۍ ټاکنو کې ښځو د دې اجازه درلوده چې رای ورکړي او ځان کاندید کړي. په پرتلیزه توګه نیوزیلنډ لومړنی هیواد وو چې په ۱۸۹۳م کال کې یې ښځو ته د رای ورکولو اجازه ورکړه. آلمان دغه کار په ۱۹۱۹م کال کې وکړ. په ۲۰۱۵م کال کې په سعودي عربستان کې ۲۰ ښځې د ښاروالۍ چارو له پارې وټاکل شوې.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Batrawy۲۰۱۷م کال: د سعودي د بهرنیو اسعارو د ونډو بازار لومړنۍ ښځینه مشره
د ۲۰۱۷م کال د فبرروي په میاشتې کې د سعودي عربستان د بهرنیو اسعارو د ونډو بازار د خپل تاریخ په اوږدو سارا السهیمي، د خپلې لومړنۍ ښځینه مشرې په توګه ونوموله.
انځور: pictur- alliance/abaca/Balkis Press۲۰۱۸م کال: ښځو ته به د موټر چلولو اجازه وي
د ۲۰۱۷م کال د سپتمبر میاشتې په ۲۶ نیټه سعودي عربستان اعلان وکړي چې ډیر ژر به ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شي. د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې څخه به ښځې د لایسنس اخیستو له پاره د نارینه سرپرست اجازې ته اړتیا نه لري. او دې ته به هم اړتیا نه وی چې د موټر چلولو پر مهال ورسره سرپرست په موټر کې وي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Jamali