1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل بريد کې د عامه ساتنې د تصدۍ وياند وژل شوی دی

۱۳۹۹ دی ۲۱, یکشنبه

ضيا ودان‌ چې د عامه ساتنې د تصدۍ وياند وو، له خپلو همکارانو سره د دفتر په لور روان و چې بم ورباندې وچاودېد. دغه خبره د کورنيو چارو وزارت وياند، طارق آرين،‌ کړې ده.

Afghanistan Zia Wadan, Sprecher Innenministerium, Abteilung für öffentlichen Schutz
ضيا ودان، د عامه ساتنې د تصدۍ وياندانځور: Presseabteilung des Nationalen Versöhnungsrates

د افغانستان د عامه ساتنې د تصدۍ وياند او دوه همکاران يې په يوه بمي بريد کې وژل شوي‌ دي. د کورنيو چارو وزارت په حواله دغه پېښه رامنځ ته شوه کله چې دوی د کار په لور په لاره ول.

د دغه وزارت وياند، طارق آرين، ويلي دي چې دا لا جوته نه ده چې د هغوی پر لېږدونکي موټر د نښلونکي بم يا د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده. د نوموړي په خبره پلټنې لا دوام لري.

تر دې دمه هيڅ‌ کومې ډلې د بريد مسئوليت نه دی منلی، خو آرين د پېښې پړه پر طالبانو اچولې ده. د عامه ساتنې تصدي‌ يو دولتي‌ امنيتي‌ شرکت دی چې د ټول افغانستان په کچه د ملي او بين المللي بنسټونو او همداراز د دولتي او نادولتي اقتصادي پروژو په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

په کابل کې په دې وروستيو اوونيو کې هدفي وژنې زياتې شوې دي چې ډېری قربانيان يې ژورناليستان، د مدني ټولنې فعالان او نورې مطرح څېرې وې. افغان امنيتي‌ ځواکونه د دغسې بريدونو په مخنيوي کې تر ډېره پاتې راغلي دي.

(dpa)/ن ص/ا ا