د کابل برید د تلفاتو شمیر تر ۴۰۰ لوړ شو
۱۳۹۵ اردیبهشت ۱, چهارشنبهاعلان
د کورنیو چارو ویاند صدیق صدیقي، د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «په خواشینۍ سره باید ووایم چې د کابل د تیرې ورځې په برید کې ۶۴ کسان وژل شوي او ۳۴۷ تنه ټپیان دي. ډیری قربانیان ملکیان دي.»
طالبانو د سه شنبې په ورځ د کابل په پل محمود خان، سیمه کې ځانمرګی برید وکړ. د برید هدف د ملي امنیت یوه اداره وه چې د دولتي چارواکو د ساتنې دنده پر غاړه لري.
طالبانو تر برید لږ وروسته د هغه پړه پر غاړه واخیسته او آن د هغو دوو تنو انځورونه یې خپاره کړل چې په وینا یې دغه برید یې ترسره کړی دی.
د کابل د سه شنبې ورځې چاودنه د دولتي چارواکو او نړیوالو له خوا په سختو ټکو وغندل شوه. افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ټپي شویو کسانو د عیادت پر مهال وویل چې حکومت په د هر وژل شوي افغان غچ واخلي.