د آلمان خبري آژانس د رپوټ په حواله، جنرال انسګار مییَر، د پنجشنبې په ورځ د آلمان پارلمان د بررسۍ کمېټې ته وويل چې ده د هغه مهال د بهرنيو چارو وزير هایکو ماس، ته وويل چې د بهرنيو قواو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د یوه باثباته وضعیت له پاره ډيرې لږ هېلې موجودې دي.
ميیر د پنجشنبې په ورځ تائيد کړه چې هغه د ۲۰۲۱م کال په اپریل کې کله چې ماس افغانستان ته سفر کړی وو، هغه ته ېې د «یو ډير خطرناک امنيتي وضعیت» او په واک کې د افغان امنيتي ځواکونو د پاتې کېدو کمې بقا ته اشاره کړې وه.
په افغانستان کې د آلماني ادارو په زرونو کارکوونکي بند پاتې دي
انسګار ميیر زیاته کړه چې «طالبانو پر امنيتي ځواکونو عظيم فشار راوستلی وو.» هغه افغان امنيتي ځواکونو په هکله دغه ارزونه د مخکنیو میاشتو د وضعیت پر اساس کړې وه.
ميیر چې اوس د آلمان د ځانګړو ځواکونو (KSK) قوماندان دی، وويل چې افغان امنيتي ځواکونه د «مرکزي نقطو په ټاکلو» او د یو باثباته لوژستيکي وضعیت له اړخه له ستونزو سره مخ شوي ول.
هغه زیاتوي، د بېلګې په توګه افغان هوايي قواو «هر ماموریت ته وردانګل» او په ېوه لنډه موده کې به ېې زښته ډیر مهمات مصروفول.
د آلمان پوځ يا بونديسویر، د امريکا متحده ایالاتو له خوا د اعلان شوي زماني محدودیت پر اساس، له ټاکلي وخت څخه مخکې د ۲۰۲۱م کال په جون میاشت کې افغانستان ترک کړ. په دغه پروګرام کې په لسونو زره افغانان په پوځي الوتکو کې تخلیه شول، خو ډير نور پاتې شول.
آلمان په افغانستان کي د خپلو ځواکونو ماموریت ته بیا کتنه پيل کړه
جنرال ميیر سپارښتنه کوي چې په راتلونکې کې د دا ډول ماموریتونو له پاره بايد داسې پلانونه موجود وي چې له مخې بله محلي ځواکونو سره څرنګه چارچلند وشي، که د تخلېې پروسه رامنځ ته کیږي بايد څه ډول ترسره او په هغې کې باید کوم کسان شامل وي.
ميیر زیاته کړه چې هغه وخت ېې دغه خبره د آلمان له صدارعظمې انګلا مرکل سره شريکه کړې وه او هغې ورته په شخصي توګه وويل چې هغه نه غواړي يو بل سايګون (د ویتنام له جګړې څخه مخکې د دغه هیواد د پلازمېنې نوم) وويني.
په افغانستان کي د آلمان دماموريت د شفافي ارزوني ژمنه
مرکل دغه څرګندونې د ۱۹۷۵م کال په پسرلي کې د ويتنام جګړې په پای کې د ويتنام له جنوبي پلازمېنې څخه په بېړه د امریکايي قواوو د وتلو ناوړه انځورونو ته په کتو وکړې.
ميیر وايي چې په کابل کې د آلماني قواوو تخلیه بيا د سايګون په څير نه وه: «موږ دغه کار تر هغه ځایه چې پوځي برخې پورې ارتباط درلود تنظیم او ترسره کړ.» خو هغه زیاته کړه چې څو اوونۍ وروسته ېې په تلویزيون کې «سایګون» ولید. هغه وويل دغه وضعیت «پر ما ډير ژور اغیز وکړ.»
د آلمان پوځ تر ۱۰ زرو ډېر محلي همکاران اوس هم په افغانستان کې دي
د آلمان پوځ د ۲۰۲۱م کال په اګست کې کله چې طالبان تقریباً له مقاومت پرته کابل تصرف کړ، له افغانستانه د تخلېې په یوې نړيواله پروسه کې برخه واخیسته.
آلماني ځواکونه په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ په شاوخوا شل کلن پوځي ماموریت کې د افغانستان په شمالی ولایتونو کې میشت ول.
mks/nz(dpa)
پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:
په افغانستان کې د المان د پوځي ماموریت لوړې ژورې
آلماني سرتیري کابو له ۲۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې حضور لري. که څه هم د آلماني ځواکونه د ماموریت نیټه د مارچ مياشتي پر ۳۱مه ختمیږي، خو په پام کې ده چې وغځول شي.
انځور: Deshakalyan Chowdhury/AFP/Getty Imagesد ۲۰۰۱م کال په دسمبر کې د آلماني ځواکونو ماموریت تائید شو
د آلمان فدرال پارلمان د ۲۰۰۱م کال په دسمبر میاشت کې له هیواده د باندې د آلماني ځواکونو ماموریت تائید کړ. د آلمان د پارلمان د پریکړې له مخې، آلماني ځواکونه د «آیساف» نړیوال ماموریت په ترڅ کې په افغانستان کې ګمارل شوی وو.
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images۲۰۰۳: آیساف د ماموریت پراخیدل
د ملګرو ملتونو امنیت شورا، له کابله د باندې د آیساف ماموریت د غځولو پریکړه وکړه. د آلمان فدرال پارلمان هم په کندز ولایت کې د خپل هیواد د ځواکونو ماموریت تائید کړ. آلمان په ۲۰۰۶م کال کې د افغانستان په نهو شمالي ولایتونو کې د آیساف قومانداني پر غاړه واخیسته.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Hirschberger۲۰۰۹: په کندز کې د تیلو پر دوو ټانکرونو بمباري
د ۲۰۰۹م کال د سپتمبر پر څلورمه، د امریکا متحده ایالاتو هوایي جنګي الوتکو د یوه آلماني قوماندان ګیورګ کلاین، په دستور دوه هغه ټانکرونه بمبار کړل چې طالبانو تښتولي ول. په دغه پيښه کې د ملکیانو په کډون تر سلو زیات کسان ووژل شول.
انځور: Jawed Kargar/dpa/picture alliance۲۰۱۱: په مزار شریف کې افغان امنیتي ځواکونو ته د مسوولیت سپارل
په ۲۰۱۱م کال کې افغان امنیتي ځواکونو په مزار شريف ښار کې امنیتي مسؤلیت پر غاړه واخیست. په دغه ولایت کې د آیساف په چوکاټ کې د آلماني ځواکونو سترې پوځي اډې موقعیت درلود.
انځور: picture-alliance/dpa۲۰۱۳: افغان امنیتي ځواکونو ته د کندوز د امنیتي مسؤلیت سپارل
افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو د سپارلو په لړ کې، د ۲۰۱۳م کال په اکتوبر میاشت کې د کندوز ولایت امنیتي چارې له آلماني ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.
انځور: AFP/Getty Images/J. Eisele۲۰۱۴: د قاطع ملاتړ ماموریت پېل
په ۲۰۱۴م کال کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو جنګي ماموریت پای ته ورسید. خو په افغانستان کې په زرونو بهرني عسکر د ناټو د «قاطع ماموریت» په چوکاټ کې په افغانستان کې پاتې شول، چې دنده یې د افغان امنیتي ځواکونه روزنه ده. په لومړي سر کې آلمان تر ۸۵۰ عسکرو پورې په افغانستان کې د دغه ماموریت په چوکاټ کې د خپلو ځواکونو ونډه تائید کړه.
انځور: Allison Dinner/ZUMAPRESS/imago images۲۰۱۸: د قاطع ماموریت غځیدل
د ناټو شریکانو په ۲۰۱۸م کال کې پریکړه وکړه چې د دغه هیواد د امنیتي وضعیت تر ښه کیدو پورې، د قاطع ماموریت په چوکاټ کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.
انځور: picture-alliance/ZumaPress۲۰۲۰: د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق
امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د څو میاشتو مذاکراتو وروسته د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشت کې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې د ۲۰۲۱م کال تر می میاشتې پورې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو ژمنه کړې. د دې په بدل کې طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو فعالیت ته اجازه ورنه کړي.
انځور: Hussein Sayed/AP/dp/picture alliance۲۰۲۰: ترمپ د ځواکونو کمولو اعلان وکړ
د ۲۰۲۰م کال په نومبر میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر اعلان وکړ چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر تر ۲۵۰۰ راټیټوي. په دې ترتیب د سږکال تر جنورۍ میاشتې پورې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ ته راټیټ شوی دی.
انځور: Brian Harris/Planet Pix/ZUMA/picture alliance