1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

د کابل د عیدګاه جومات مخې ته چاودنه شوې

۱۴۰۰ مهر ۱۱, یکشنبه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په پلازمینه کابل کې د عیدګاه جومات مخې ته د یوې چاودنې خبر ورکړی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې په دې پیښه کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

DW Investigativ Special zum Thema LGBTQ Menschen nach der Machtübernahme durch die Taliban
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر پر ۳مه) په پلازمینه کابل کې د عیدګاه جومات مخې ته چاودنه شوې چې تلفات هم لري. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي له دویچه ویله سره په خبرو کې د چاودنې پخلی کړی او وايي چې په پیښه کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د لومړنیو معلوماتو په اساس، چاودنه د یوه ځای پر ځای شوي بم له کبله رامنځ ته شوې ده.

بل لور ته ځینې سرچیني وايي چې د چاودنې پرمهال د عیدګاه په جومات کې د ذبیح الله مجاهد د مور د فاتحې مراسم هم ترسره کیدل. ذبیح الله مجاهد د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او د طالبانو ویاند دی. تر اوسه پورې کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.