د کابل د نړیوال کنفرانس څخه عام خلک څه تمي لري
۱۳۸۹ تیر ۲۹, سهشنبهپه دغه کنفرانس کي چي د نړۍ له 52 هيوادونو څخه لوړ پوړو چارواکو او د دولسو نړيوالو سترو مرستندويو موسسو چارواکو برخه اخيستې ده د لندن د کنفرانس د پر يکړو په رڼا کي به د افغانستان پر مهمو مسلو خبري او پريکړي وکړي.
نوموړي کنفرانس ته د افغانستان عام وګړي ډيري تمي لري او هيله من دي چي دغه نړيوال کنفرانس وکولای سي په افغانستان کي د سولي، ښه حکومت والۍ او اقتصادي پراختيا په برخو کي ګټورې پريکړي وکړي.
په داسي حال کي چي د کنفرانس کار ادامه لري د کنفرانس د تالار څخه د باندي د کابل ښاريان د دغه نړيوال کنفرانس جوړيدل د افغانستان لپاره يو مهم ګام ګڼي.
دکابل ښار يو تن اوسيدونکی بخت محمد ځدراڼ وايي چي : د کابل په کنفرانس کې د امنيت د ټينګولو او اداري فساد په وړاندي د مبارزې لاري چاري دي ولټول سي.
دښار يو بل تن اوسيدونکی مولوي سميع الله ريحان وايي چي دی هغه وخت د کابل کنفرانس ته تمه کولای سي چي د کنفرانس پريکړي د کاغذ پرمخ پاته نسي او په عمل کي پلي سي.
دکابل د نړيوال کنفرانس څخه خلک په داسي حال کي ډيري تمي او هيلي لري چي په تيرو نهو کلونو کي نه يوازي داچي ډير پرمختګ و نه سو بلکي نور هم هيواد شاته پاته سو او د خلکو د بيلابيلو ستونزو سره مخامخ سول.
څکه نو عام خلک د کابل نړيوال کنفرانس ته زړه ښه کړی او په دې تمه دي چي نوموړی کنفرانس به وکولای سي د دوی پر ټولنيز ژوند مثبته اغيزه وکړي.
انور بری پال/ کابل
کتونکی. زيارمل