د کابل ـ سرینا هوټل د پوروړيتوب ارزونه
۱۳۹۹ مرداد ۲, پنجشنبه![Afghanistan Soldat auf der Straße in Kabul Serena Hotel](https://static.dw.com/image/17511761_800.webp)
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چهارشنبې په ورځ د کابل پنځه ستوري سرینا هوټل د ۱۶۸ ميليونه ډالرو پور ارزونه پيل کړه. دغه وزارت د کابل ـ سرينا هوټل د پور د ارزولو له پاره يو هيئت وټاکه.
د اطلاعاتو کلتور وزارت په دغه غونډه کي د هوټلونو شرکت ادعا وکړه چې کابل سرينا هوټل له ۲۰۱۰م کال راهيسې کابو ۱۶۸ ميليونه ډالر د دغه هوټل د اجارې نه ورکولو له کبله د ياد وزارت پوروړی دی.
د اطلاعات او کلتور وزارت د يوې خبرپاڼې له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هوټلونو شرکت رئيس ذبيح الله احسان وايې: «په تيرو کلونو کې چې کوم حسابونه او ارقام وړاندې شوې شفاف نه دي، ځکه د کابل ـسرینا هوټل عوايد د جلال آباد سپين غر هوټل سره د پرتلنې له مخې کم دي.»
د دغه شرکت د مسئولينو په خبره کابل ــسرينا هوټل ۲۰۰۵م کال له بيا رغاوني څخه وروسته خپل اوسنی مالک ته د ۳۰ کلونو له پاره په اجاره ورکړل شوی دی او د دغه قرارداد له مخې ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۰ م پورې کابل ـ سرينا هوټل د اجارې ورکولو څخه معاف وو. خو د ۲۰۱۶م کال څخه تر اوسه پورې ۱۶۸ميليونه ډالره پوروړی دی.
د دغه خبرپاڼي د معلوماتو له مخې د هوټلونو شرکت رئیس ويلي دي چې د څوو مکتوبونو په ليږلو سره بيا هم د دغه هوټل مسئولينو په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی.
اخوا د کابل ـ سرينا هوټل مسؤلين بل څه وايې. د هوټل مسئول صفت الله وزيرې په دغه غونډه کي ويلي دي چې دغه هوټل له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۶ميلادي کال پورې ۳۲ ميليونه ډالر د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ورکړي دي او يوازې ۱۰۰ ميليونه ډالره د دغه وزارت پوروړی دی.
د کابل ـ سرینا هوټل مسئول ادعا کوي چې سره له دې چې دغه هوټل د امضا شوي قرارداد پر بنسټ د لسو کلونو له پاره د ماليې له ورکولو څخه معاف وو، خو بيا هم د مالیې وزارت له تیرکال راهیسې ۴۱۶زره ډالر ماليه پرې وضع کړې ده.
وزيرې ټینګار کوي چې د افغانستان دولت بايد د تړون له مخې د زرنګار پارک او د کابل ـ سرینا هوټل تر منځ سړک او د افغانستان بانک او سرينا هوټل ترمنځ سړک د دغه هوټل په واک کې ورکړې، خو دغه ژمنه يې نه ده عملې کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست له دواړو خواو سره تر خبرو اترو وروسته د دغي موضوع د څېړني له پاره یو هيئت وټاکه.
د کابل ـ سرينا هوټل په افغانستان کي يوازني پنځه ستوريز هوټل دی چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې پرانیستل شو. دغه هوټل څو ځلې د مخالفينو تر بریدونو لاندې راغلی. په ۱۳۹۲م کال کې د بهرنيانو په گډون پکښې نږدی نهه کسان ووژل شول.
زموږ له آرشیف څخه: