د کابل هوايي پل: افغانان په پاکستان کې نه سي پاته کیدلای
۱۴۰۴ آذر ۲۸, جمعه
د «کابل هوايي پل» په نوم سازمان په دې باور دی چې په پاکستان کې له هغو افغانانو څخه چې آلمان ته د راتلو په تمه دي، شاوخوا ۸۰۰ څخه تر ۸۵۰ پورې به یې نور د تگ اجازه ونه لري. د "کابل هوايي پل" ویاندې ایوا بییر، د جمعې په ورځ (۲۰۲۵م کال د ډسمبر ۱۹) له ډویچلنډ فونک راډیو سره په یوه مرکه کې وویل چې اټکل کیږي چې د هغوی ۷۵ سلنه به ښځې او کوچنیان وي.
بییر وویل: «د هغوی له پاره پرته له دې چې بیرته افغانستان ته ستانه سي، بله کومه لار نه پاتیږي.» پاکستان په شدت سره افغانان بیرته افغانستان ته استوي. بییر وویل: «موږ داسې ورځې درلودې چې پکښې ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ انسانان افغانستان ته استول سوي دي.»
د هغو کسانو له پاره چې په دې ونه توانیږي، آلمان ته راسي، دا «ډیره واضح» ده چې هغوی نه سي کولای په پاکستان کې پاته سي. د هغوی په ټاټوبي افغانستان کې، نوموړي کسان له بندیگرت، شکنجې او تاوتریخوالي سره مخامخ دي، ځکه چې هغوی د طالبانو د واکمنۍ مخالفت کاوه.
د کال تر پایه تر ۵۰۰ زیات کسان په پلان کې دي
د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ، په پام کې لري چې د روان کال تر پایه پوري په پاکستان کې د منلو ژمنو لرونکي نور شاوخوا ۵۴۰ افغانان جرمني ته راولي.
پاکستان اعلان کړی دی چې پاته کسان به د جنوري له میاشتې څخه د آلمان له خوا د منلو ژمنې له پروګرامونو څخه وباسي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت په وینا، د سپتمبر راهیسې شاوخوا ۶۰۰ افغانان آلمان ته داخل سوي دي.
د «کابل هوايي پل» سازمان ویاندې بییر، شک څرگند کړی دی چې د کال تر پایه پورې به د نورو پلان سوو اضافي کسانو انتقال عملي سي. د هغې سازمان د ۲۰۲۱م کال له اگست مياشتي راهیسې پر دې کار کوي چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې په خطر کې افغانان جرمني ته انتقال کړي.
د آلمان حکومت، چې د می له میاشتې یې خپله دنده پیل کړې ده، اعلان کړی و چې د منلو پروګرامونه، لکه د افغانستان له پاره "تر هغه ځایه چې امکان ولري" پای ته ورسوي.
د کورنیو چارو وزیر ډوبرینټ، د منلو پروسې ودرولې او وروسته یې، له امنیتي ارزونو وروسته، یوازې هغو کسانو ته په کوچنیو ډلو کې د راتګ اجازه ورکړه چې د منلو ژمنې یې په محکمه کې له قانوني پلوه الزام آوره وبلل سوې.