1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل هوايي ډګر ښځينه کارکوونکې د کار اجازه لري

۱۴۰۰ شهریور ۲۱, یکشنبه

رابعه جمال چې په کابل هوايي ډګر کې يې دنده درلوده اوس د طالبانو په موجودیت کې بیرته خپل کار ته ادامه ورکړې ده. هغه وايي چې په کور کې د پاته کيدلو څخه يې رنځ وړه او اوس ډیره خوښه ده.

Afghanistan I Evakuierungsflug I Qatar Airline
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

۳۵ کلنه رابعه جمال، چې د درو ماشومانو مور ده په داسې حال کې بیرته د کابل په هوايي ډګر کې خپله دنده پيل کړې، چې طالبان وايي ښځې باید تر هغه وخته چې ټولې امنيتي اندیښنې رفع شوی وي، په خپلو کورنو کې پاتې شي.

میرمن جمال چې توربخون نیلي رنګ کالي يې پر تن کړي د فرانسې خبري آژانس ته يې ويلي: «زه پیسو ته اړتیا لرم تر څو د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړم.» هغه زیاتوي: «ما په کور کې ځان تر فشار لاندې احساساوه...ما ډیر بد احساس درلود.» هغه وايي: «زه اوس ښه احساس لرم.»

مخکې له دې چې طالبان د اګست په ۱۵مه د افغانستان واک تر لاسه کړي، د کابل په هوايي ډګر کې له ۸۰ ډیرو ښځو کار کاوه. اوس له هغې ډلې څخه د رابعه جمال په ګډون یوازې ۱۲ ښځې بیرته خپلو دندو ته ورګرځيدلي دي.

د فرانسې خبري آژانس زیاتوي چې دا په کابل ښار کې په محدود شمیر کې یوازيني ښځېنه کارکونکې دي چې بیرته خپلو وظایفو ته پريښودل شوي دي. طالبانو اعلان کړی چې نورې کارکوونکې دې تر امر ثاني پورې کارونو ته نستنیږي.

طالبان د کابل په هوايي دګر کېانځور: REUTERS

شپږ ښځينه کارکوونکې د کابل هوايي ډګر په عمومي دروازه کې په داسې حال کې چې په خپلو کې کيسې او خندا کوي، ولاړې دي. دوی د هغو ښځينه مسافرو د سکِن او تلاشۍ کولو له پاره انتظار کې ولاړې دي چې په يوه داخلي پرواز کې سفر کوي.
د رابعه جمال خور، قدسیه جمال چې ۴۹ کاله عمر لري د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د طالبانو «تصرف» هغې ته ټکان ورکړ. هغه چې د پنځه کسيزې کورنۍ یوازينۍ نفقه ورکونکې ده وايي: «زه ډيره ویريدلې وم.» هغه زیاتوي: «کورنۍ مې زما په اړه اندیښنه کوله، ما ته يې ويل چې بیرته کار ته مه ځه... خو زه اوس خوښه یم، راحت... تراوسه کومه ستونزه نشته.»

خو افغان میرمنو د طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کال ترمنځ واکمنۍ پر وخت لږ حقونه درلودل. اوس چې دغه ډله تر شلو کلونو وروسته بیرته واک ته رسیدلې، وايي چې په سیاست کې به يې نرمښت راولي.

د بیلګې په توګه طالبانو ویلي دي چې نجونې او ښځې کولی شي تحصیلاتو ته ادامه ورکړي خو د نجونو او هلکانو درسي صنفونه باید جدا او ترڅنګ نجوني باید داسې کالي چې ټول بدن يې په کې پټ وي، واغوندي.

د کابل په هوايي ډګر کې موظفې ښځينه کارکونکې د ښځينه مساپرو د تلاشۍ او سکن کولو دندې پر مخ وړي انځور: Gemunu Amarasinghe/AP Photo/picture alliance

رابعه جمال د ۲۰۱۰ کال راهيسې د کابل هوايي ډګر د GAAC دروازې په ترمینل کې کار کوي. اوس په دغه ځای کې امنيتي خدمات د متحده عربي اماراتو د یوه شرکت له خوا تامين شوي دي.

رابعه وايي: «زما آرزو دا ده چې زه د افغانستان يوه شمتنه ښځه وګرځم او زه داسې احساس کوم چې تل مې ښه قسمت لرلی.» هغه زیاتوي: «ما خپل کار خوښيږي او زه به تر هغه وخته ورته ادامه ورکوم چې نور مې بخت راسره یاري ونه کړي.»

د میرمن جمال یوه بله همکاره چې ۳۰ کاله عمر لري هم خوښه ده چې بیرته د کار کولو چانس په لاس ورغلی دی. هغې په کابل کې فرانسوي ژبه زده کړې ده. هغه په داسې حال کې چې پنځه همکارانې يې له خندا شنې دي، په ګوډه ماته فرانسوۍ ژبه وايي: «سهار مو په خیر، ما پاریس ته بوځه، خو اوس نه. نن زه په هوايي ډګر کې د وروستيو ښځو څخه یوه یم.»

آ/م.ک.ص/م.ق.ن.