د کابل وژونکي احتجاجونه
۱۳۸۵ خرداد ۲۲, دوشنبهاعلان
تردغه ټکروروسته احتجاج کونکوکابل ښاريانو، د امريکا د متحده ايالتونو د کاروان نقليه وسايط په تيږو ويشتل او د امريکاضدشعارونه ئې ورکول.
عيني شاهدان اوافغاني پوليس وايي چې امريکايي سرتيرو د احتجاج کونکومُلکي وگړوپرډلې مستقيماًډزې کړيدي. خو )آی اس ای اف( ادعاکوي چې امريکايي سرتيرو د ځان د ساتنې لپاره هوايي ډزې کړيدي.
هوايي ډزې د منلووړ نه دي
د افغانستان له مُجرب پخواني ډيپلوماټ محمدگل » وطنپال داياني « څخه مې تپوس وکړچې آيا دا د ده په نظر د منلووړده چې دهوايي ډزوله کبله په لسگونوتنه انسانان ووژل شي؟
وطنپال داياني:» داامکان نه لري چې د هوايي ډزوله کبله انسانان ووژل شي. پراحتجاج کونکوباندې مستقيماًډزې شويدي .« وطنپال ـ داياني زياته کړه: » د افغانستان حکومت، په ځانگړې توگه بيا د امنيتي مسأيلوپه هکله، له خلکونه حقيقت پټوي .«