1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د کابل په انتخاباتي مرکزونو کې چاودني شوي دي

۱۳۹۷ مهر ۲۸, شنبه

د کابل په بېلابېلو ټاکنيزو مرکزونو کې چاودني شوې دي. ځيني رای ورکوونکي د رای ورکولو له مرکزونو تښتېدلي دي. د روغتیا وزارت چارواکي د درو تنو د وژل کیدو او ۳۰ د ټپي کیدو خبره کوي.

Afghanistan Parlamentswahl | Anschlag in Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

د فرانسې خبري اژانس د يوه خبريال په حواله، رای ورکوونکي په يوه مکتب کې تر چاودنې وروسته تېښتې ته اړ شول. هغوی غوښتل چې په دغه مکتب کې خپله رايه ورکړي.

عيني شاهدانو او يوه چارواکي همداراز ويلي دي چې په نورو انتخاباتي مرکزونو کې هم چاودنې رامنځ ته شوې دي.

يوه سړي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې غوښتل يې رايه ورکړي، خو تر چاودنې وروسته بايد تښتېدلی وای څو خپل ژوند وژغوري.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې چاودونو مرګ ژوبله رامنځ ته کړې ده. نوموړي خبري آژانس د روغتیا وزارت د سرپرست ویاند محب الله زیر، له قوله لیکلي دي چې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او نور ۳۰ تنه ټپیان دي.

د هغه په خبره ډېر ټپيان يې هم وليدل چې نورو ځايونو ته به انتقال کېدل. د کورنيو چارو د وزارت وياند، نصرت رحيمي، ټاکنيزو مرکزونو ته څېرمه د دوو نورو چاودنو پخلی هم کړی دی، خو ويلي دي چې تلفات يې نه دي اړولي. يوه بل چارواکي بيا ويلي دي چې چاودنو «مرګژوبله»هم اړولې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب