د کابل په بريد کې د مړو شمېر ختلی دی
۱۳۹۶ بهمن ۱, یکشنبهاعلان
وروسته له هغه چې د کابل په انترکانتيننتال هوټل کې د طالبانو د بريد په نتيجه کې ۱۷ ساعته متقابلې ډزې وشوې، اوس د تازه شمېرو له مخې د مړو شمېر لوړ شوی دی. د رسمي څرګندونو په حواله لږ تر لږه ۱۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. د هغوی په منځ کې ۱۴ تنه بهرنيان او څلور تنه افغانان دي. دغه خبره د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند، نصرت رحيمي، د يکشنبې په ورځ وکړه. د هغه په خبره شپږ واړه بريدکوونکي هم وژل شوي دي.