تروريزم
د کابل په برید کې د وژل شویو شمیر ۴۸ تنو ته ورسید
۱۳۹۷ مرداد ۲۴, چهارشنبهاعلان
د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مجروح، ویلي دي چې په دې برید کې لږ تر لږه ۶۷ کسان ټپیان شوي هم دي. لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو تر دې مخکې د کابل پر شعیه میشتو سیمو د تیرو څو بریدونو مسئولیت د داعش ډلې اخیستی وو.
طالبانو او د اسلامي دولت ترهګرې ډلې په وروستیو وختونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. طالبانو له څو ورځو راهیسې پر غزني ښار باندې بریدونه کړي چې په پایله کې یې په سلهاو تنه وژل او یا هم ټپیان شوي دي.
په دې هکله نورجزئیات شیبه وروسته له همدې ځایه لوستلی شئ...