1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د کابل په دوو سیمو کې درې ځانمرگي بريدونه شوي دي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۹, چهارشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د کابل په دوو برخو کې درې پرله پسې ځانمرګي بریدونه شوي دي. تر اوسه پوري د ۶ کسانو ټپي کېدل رسمي تائيد سوي دي.

Afghanistan Kabul - Anschlag in Shahr-e- Naw
انځور: Getty Images/AFP/U. Sharifi

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دوې چاودنې په اکثریت شعیه میشته دشت ارچي سیمه کې شوې دي. هغه زیاته کړې ده چې د برید هدف د پولیسو یو مرکز وو چې ځانمرگی بريد پرې شوی. هغه ويلي دي چي تر ځانمرگي بريد وروسته فايرونه د «پاک سازی» د عملياتو پرمهال شوي دي.

دانش زیاته کړې ده چې دوې نورې چاودنې بیا د کابل ښار په مرکزي سیمه (شهر نو) کې د پولیسو اصلي مرکز ته نزدې شوې دي.

د عامه روغتیا وزارت یوه ویاند ویلي دي چې تر اوسه پوري دوی ته شپږ تنه ټپيان ور وړل شوي دي. لا تر اوسه پوري د برید د بشپړو تلفاتو په اړه معلومات نه شته.

طالبانو او د اسلامي دولت ترهګرې ډلې په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی چې له کبله یې د ملکیانو تلفات لوړ شوي دي. لا تر اوسه پورې کومې ډلې د کابل د وروستیو چاودنو پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب