1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په هوايي ډګر کې نښتو مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۰ شهریور ۱, دوشنبه

د آلمان پوځ د تويتر له لارې ویلي چې د کابل هوايي ډګر په شمالی دروازه کې د دوشنبې په ورځ د افغان امنيتي ځواکونو او ناپيژاندو حمله کونکو تر منځ ډزې شوي دي.

Afghanistan I Evakuierung am Flughafen Hamid Karzai
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

رويټرز خبري آژانس له برلین څخه په دې اړه لیکي چې په دغو نښتو کې د افغان ځواکونو څخه یو تن وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي. خو نده روښانه شوې چې افغان ځواکونه، کوم افغان ځواکونه دي. رويټرز د آلمان پوځ په حواله زیاتوي چې په دغو نښتو کې آلماني او امریکايي ځواکونه هم ښکیل ول.

زياته شوې چې په دغو نښتو کې آلماني ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

تر څه باندې يوې اوونۍ راهيسې چې طالبانو د پلازمينې کابل په نیولو سره واک ترلاسه کړی د کابل هوايي ډګر د زرونو افغانانو د شتون شاهد دی. د ګڼ شمیر افغانانو حضور په دغه میدان کې سخته ګډوډي رامنځ ته کړې چې کله کله ورڅخه د تاوتریخوالو رپوټونه هم ورکول کيږي.

تیره ورځ هم په دغه هوايي ډګر کې د ۷ افغانانو د وژل کیدو خبرونه ورکړل شول.

په هوايي ډګر کې راټول شوي خلک چې وايي له طالبانو څخه ویره لري غواړي له افغانستان څخه ووځي.

د تيرې يوې اوونۍ په جریان کې په سلونو بهرنيان او د هغوی افغان همکاران او کورنۍ يې له کابل څخه مختلفو هیوادونو ته تللي.