1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کابل په هوایي ډګر کې د کرونا ویروس د مخنیوي له پاره تدابیر

۱۳۹۸ بهمن ۹, چهارشنبه

ورځ تربلې په چین کې د رامنځ ته شوي کرونا نوي ویروس د خپریدو په هکله اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي. په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د دغه ویروس د خپریدو د مخنیوي له پاره لازم تدابیر نیول شوي دي.

Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

په چین کې د نوي کرونا ویروس له کبله د مړو شوو کسانو شمیر ۱۳۲ تنو ته لوړ شوی دی او په دغه ویروس د اخته کسانو شمیر کابو ۶۰۰۰ تنو ته رسیدلی دی. د چین ووهان ښار چیرې چې په لومړي سر کې خلک په دغه ویروس اخته شول قرنطین شوی دی. د دغه ښار نفوس یوولس میلیونه کسانو ته رسیږي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلن ادارې د عامه اطلاعاتو او اړیکو امریت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې «د نړیوالو مسافرو په ځانګړې توګه له چین هیواد څخه د راغلو کسانو له طریقه د کرونا ویروس د خپریدو د مخینوي په موخه یې د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ د صحي ټیم له پاره د اړتیا وړ آسانتیاوې برابري کړي دي.»

د اعلامیې له مخې د صحي ټیم له پاره د نړیوال ترمینل په دخولي دروازه کې مناسب ځای جوړ شوی او دغه ځای ته څیرمه پر کرونا ویروس د اخته کسانو د قرنطین له پاره یوه خونه هم شته.

د ملکي هوایي چلن د ادارې د اعلامیې له مخې د عامې روغتیا وزارت «د کرونا ویروس د مخنیوي له پاره په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې یو ټیم موظف کړی دی.» زیاته شوې ده چې له هغو هیوادونو څخه چې د دغه ویروس اثر پکې تائید شوی راتلونکي مسافرین به تر پیژندل کیدو وروسته روغتونونو ته انتقالیږي.

تر اوسه له چين څخه د باندې کابو ۵۰ قضیې په جنوبي کوريا، تايوان، تایلند، نيپال، ويتنام، سعودي عربستان، سنگاپور، امريکا متحده ایالاتو، فرانسه او آستراليا کې ثبت شوي دي. يو شمير هيوادونه چې آلمان هم پکې شامل دی، له چين څخه د راتلونکو پروازونو پر وخت په هوايي ډگرونو کې طبي معاينات ترسره کوي.

په آلمان کې هم د دغه ویروس درې نورې پيښې تائید شوي دي. یو شمیر هیوادونه په دې هڅه کې دي چې له چین څخه خپل اتباع راوباسي.

د چین په ووهان ښار کې چیرې چې لومړی دغه ویروس رامنځ ته شو، ۶۲ افغان محصلین هم بند پاتې دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ له دغو محصلینو سره د مرستې په موخه چې په ویروس د اخته کیدو له خطر سره مخامخ دي، په هکله یوه بیړنۍ غونډه ترسره کړې وه او د هغې د رایستلو له پاره یې د هلو ځلو خبر ورکړی وو. خو لا تر اوسه هغوی له دغه ښاره نه دي رایستل شوي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب