1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د کابل په پروني برید کې امریکايي ښاروال وژل شوی

۱۳۹۷ آبان ۱۳, یکشنبه

په کابل کې د شنبې په ورځ ظاهراً د یوه افغان سرتیري له خوا پر امریکایانو ډزې شوي چې له کبله یې یو امریکايي سرتیری وژل شوی دی. د رپوټونو په حواله وژل شوی سرتیری د امریکا متحده ایالاتو د اوتا ایالت د یوه ښار ښاروال وو.

Symbolbild USA verringern Truppenpräsenz in Afghanistan um ein Drittel
انځور: dapd

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې پر ۳مه نیټه) په پلازمینه کابل کې ظاهراً یو افغان سرتیري پر امریکايي سرتیرو ډزې کړي چې له کبله یې د ناټو په حواله یو امریکايي سرتیری ووژل شول. د سالټ لیک ټریبیون په نامه امریکايي رسنۍ د رپوټ په حواله وژل شوی امریکايي سرتیری د برینټ ټیلر په نامه د امریکا متحده ایالاتو د اوتا ایالت د نارت اوګدین ښاروال دی. نوموړی د متحده ایالاتو د نیشنل ګارډ په چوکاټ کې د خدمت له پاره افغانستان ته استول شوی وو. د امریکايي پوځي چارواکو په حواله په دغه برید کې یو بل امریکايي سرتیری ټپي شوی دی چې اوسمهال د ټپونو له کبله تر درملنې لاندې دی.

د امریکا متحده ایالاتو د اوتا ګارډ ځواکونو د وژل شوي امریکايي سرتیري په هکله ویلي چې وژل شوی سرتیری د دوی غړی دی. دغو ځواکونو د نوموړي وژل شوي امریکايي سرتیري نوم نه دی په ډاګه کړی. خو د اوتا ایالت والي سپینسر ج. کوکس پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې [په افغانستان] کې وژل شوی امریکايي سرتیری ۳۹ کلن ټیلر دی.

کوکس پر خپله فسبوک پاڼه په دې هکله لیکلي: «بد خبر. د نار اوګدین ښاروال برینت ټیلر نن [د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې پر ۳مه نیټه] په افغانستان کې د خدمت پرمهال وژل شوی دی. زه له دغه څه نفرت لرم او د کلماتو په لټه کې یم. زه له ښاروال ټیلر، د هغه له ښې میرمنې او د هغه له اوو ماشومانو سره مینه لرم. نن اوتا د دوی له پاره اوښکې بهوي. دغې جګړې یوځل بیا زموږ له نسل څخه یو بل ارزښتناکه ژوند واخیست. موږ باید د هغه د کورنۍ ترڅنګ اوسو.»

بل لوري ته د امریکا د سنا غړي اورین هاچ د شنبې په ورځ د ټیلر د وژل کیدو په غبرګون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «برینټ یو اتل وو، یو هیواد پال وو، ښه پلار او یو خوږ ملګری وو. په افغانستان کې د هغه د مرګ خبر د خفګان وړ دی. زه له جینې [د نوموړي له میرمنې] او د هغوی له اوو ماشومانو سره خپله غمشریکي کوم. د هغه خدمت به د تل له پاره ژوندی وي.

برینټ ټیلر د امریکا د نیشنل ګارډ په چوکاټ کې د روان کال په جنوري میاشت کې د ۱۲ میاشتیني پوځي خدمت له پاره افغانستان ته لیږل شوی وو. تر دې مخکې هم ټیلر دوه ځلې عراق او دوه ځلې افغانستان ته د پوځي خدمت له پاره تللی وو.

برینټ ټیلر په ۲۰۱۳م کال کې د امریکا متحده ایالاتو د اوتا ایالت اړوند د نارت اوګډن ښار د ښاروال په توګه ګمارل شوی وو. دغه ښار د دغه ایالت سالت لیک سیتي په شمال کې په شاوخوا ۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی او شاوخوا ۱۷۰۰۰ اوسیدونکي لري. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب