1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د کابل په چاودنه کې د لږ تر لږه څلورو تنو وژل کیدل تأیید شوي

۱۳۹۸ خرداد ۱۳, دوشنبه

یوه چارواکي ویلي دي چې په کابل کې د دوشنبې په ورځ پر یوه سرویس موټر باندې د بمي برید په پایله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي. د یکشنبې په ورځ هم په کابل کې چاودنې شوې وې.

Afghanistan Explosionen in Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

چاودنه پر هغه سرویس باندې شوې ده چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون کارکوونکي یې خپلو کورونو ته لیږدول. د دې کمیسیون ویاند فرید احمد، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې بم په یوه بایسکل کې چې د سړک غاړې ته ولاړ وو، ځای پر ځای شوی وو.

هغه زیاته کړې: «په خواشینۍ سره چې موږ خپل څلور همکاران له لاسه ورکړي دي. نهه تنه نور بیا ټپیان دي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، بیا د وژل شویو کسانو شمیر پنځه او د ټپیان شمیر لس تنه ښوولی دی. هغه زیاته کړې ده چې د پیښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

د رحیمي په خبره چاودنه د یوه «چسپیدونکي ماین» له کبله رامنځ ته شوې. دغه ډول ماینونه اوس په کابل کې د جنایت کارانو او یاغي ډلو له خوا ډیر کارول کیږي.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخیستې. تر دې پیښې یوه ورځ مخکې هم په کابل کې د څو چاودنو په پایله کې لسهاو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د اسلامي دولت ترهګرې ډلې یا داعش، د یکشنبې ورځې د چاودنو پړه منلې ده.

(ms/bs (afp

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب