1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل پولیس: د روسېې سفارت ته نژدې چاودنه شوې

۱۴۰۱ شهریور ۱۴, دوشنبه

په کابل کې د روسېې سفارت ته نژدې نن دوشنبه د سپتمبر ۵مه ځانمرګی برید شوی دی. رويټر د کابل د پولیسو له قوله خبر ورکړی چې برېدګر د سفارت دروازې ته تر رسېدلو د مخه د ساتونکو له خوا تر پېژندلو وروسته په ډزو وژل شوی دی.

Afghanistan | Straßenszene in Kabul
انځور: Zerah Oriane/ABACA/picture alliance

دریم تعقیب
د روسېې د بهرنيو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د دوی سفارت مخې ته په شوې چاودنه کې د ۱۵ تر ۲۰ پورې کسان وژل شوي دي چې دوه تنه د روسېې د سفارت غړي هم په کې شامل دي. رپوټونه زیاتوي چې تر اوسه پورې د دغې چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخیستی. خو په افغانستان کې د داعش سیمیزې ډلې، له څه باندې ېو کال راهېسې چې طالبان په واک کې دي او نړېوال ځواکونه له دغه هیواده وتلي، خپلو حملو ته زور ورکړی دی. طالبان بیا وايي چې داعش ېې ځپلی دی.
---

تازه جزئيات: رويټرز خبري آژانس خبر ورکوي چې په کابل کې د روسېې سفارت ته نژدې د دوشنبې ورځې په چاودنه کې دوه روسيي اتباع، یو ديپلومات او یو امنيتي ساتونکی ټپيان شوي دي. دغه مطلب د روسیې دولتي خبري آژانس RIA د ېوې سرچېنې له قوله خپور کړی دی.

---

د پولیسو د اړوندې  ناحېې مشر، مولوي صابر رويټرز ته وويل: «ځانوژونکی بریدګر موخې ته تر رسېدلو مخکې وپيژندل شو او د روسېې د سفارت ساتونکو (طالبانو) له خوا ووژل شو... تر اوسه په دغه پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.»

روسېه د ګوتو په شمېر د هغو هیوادونو له ډلې څخه ده چې څه باندې يو کال مخکې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدلو وروسته ېې په کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی دی. 

که څه هم روسېې د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندلی خو دغه هیواد د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د ګازو د لیږد پر يو قرارداد او نورو برخو کې خبرې اترې درلودلي دي.

دویچه ویله هڅه کوي چې د چاودنې نور جزئيات هم ترلاسه او خپاره کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل