«ښځي او نجوني فعلاً په پوهنتون کي د زده کړو او کار اجاز»
۱۴۰۰ مهر ۶, سهشنبه
د کابل پوهنتون ښځي او نجوني له کار او زده کړو څخه منع سوي دي. د نيويارک ټايمز د راپور له مخي د کابل پوهنتون نوي رئيس دغه پوهنتون ته د ښځو او نجونو ورتګ منع کړی دی.
اعلان
د کابل پوهنتون نوي رئيس محمد اشرف غيرت د تويتر په يوه پيغام کي اعلان کړی «تر هغه وخته پوري چي د ټولو له پاره يوه واقعي اسلامي فضا نه وي برابره سوې، ښځو ته اجازه نه ورکول کيږي چي پوهنتون ته د کار يا زده کړو له پاره راسي.»
د طالبانو په تيره واکمنۍ کي (۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کال) هم نجوني او ښځي له کار او زده کړو څخه محرومي سوي وې.
تيره اونۍ د کابل پوهنتون پخوانی رئيس محمد عثمان بابري له دندې ګوښه او پر ځای يې محمد اشرف غيرت وګومارل سو. ويل کيږي چي غيرت یوازې تر ليسانس درجې پوري زده کړي کړي دي. د طالبانو دغي پريکړي د نورو پريکړو په شان په ټولنيزو رسنيو کي ستر غبرګونونه راوپارول او سختي نيوکي پرې وسوې.
غيرت مخکي له دي چې طالبان واک ته ورسیږي په ځينو تويتري پيغامونو کي د خبريالانو د وژلو غوښتنه کړې وه او ويلي يې ول چي خبريالان د لوېديځ «جاسوسان» دي. تيرکال په افغانستان کي ډېر خبريالان په چاودنو او هدفي وژنو کي ووژل سول.
افغانستان په نړۍ کي يوازینی هيواد دی چي د ليسو او متوسطه ښوونځیو نجوني د زده کړو اجازه نه لري.
طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته اعلان کړی وو چي د ښځو او نجونو حقوق به د اسلامي شريعت په چوکاټ کي رعايت کړي، خو دا معلومه نه ده چي دغه ډله له اسلامي شريعت څخه څه تفسير لري.
زموږ له آرشیف څخه:
په افغانستان کې د طالبانو ضد اعتراضونو انځورونه
په وروستیو ورځو کې د کابل په ګډون، په مزار شریف او هرات کې افغانانو پراخ لاریونونه وکړل او د آزادۍ، خپلو حقوقو د مراعاتولو او د افغانستان په چارو کې د «د پاکستان د لاسوهنې» د ختمیدو غوښتنه وکړه.
په دغو احتجاجونو کې د ښځو د پراخ حضور دلیل دا دی چې دغه قشر د نورو په پرتله د خپلو حقوقو له لاسه ورکولو په هکله اندېښمن دي. د دوشنبې په ماښام د هرات، کابل او مزار شریف په ښارونو کې هم لاریونونه شوي وو. په دغو لاریونونو کې هم زیاتره ښځو ونډه درلوده.
انځور: WANA/REUTERS
مظاهره کوونکو له نورو ښځو هم وغوښتل چې و نه ډار شي او د ښځو د حقوقو د ساتلو له پاره خپل غږ پورته کړي. د لاریون له ګډونوالو څخه یوې وویل: «موږ په سترو حکومتي پریکړو کې د ګډون او په ټولنه، سیاست او اقتصاد کې د فعالیت غوښتونکي یوو.»
انځور: REUTERS
تر اوسه طالبانو د ښځو د حقوقو په هکله خپل رسمي سیاست نه دی اعلان کړی او یوازې یې ویلي دي چې ښځې «د اسلامي شریعت په چوکاټ» کې کولی شي کار او تحصیل وکړي. ښځې د ټولنې د نورو قشرونو په پرته د طالبانو له حاکمیته ویره لري او اندېښمنې دي چې د زده کړو د فرصت، کار او حقوقي لاس ته راوړنې به یې له منځه ولاړې شي.
انځور: WANA/REUTERS
د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، له لوري په یوه غږیز پیغام کې د عمومي پاڅون، د غوښتنې وروسته یو شمیر ښځې او نارینه سړکونو ته راووتل او د آزادۍ شعارونه یې ورکول. په همدې ترڅ کې د اعتراض کوونکو د شمیر په زیاتیدو او وخت په تیریدو سره د احتجاج کوونکو پر وړاندې د طالبانو غبرګون هم تند شو.
انځور: WANA/REUTERS
تیره ورځ یو شمیر رسنیو خبر وکرړ چې خبریالان یې دغو لاریونونو ته د پوښښ ورکولو پر مهال د طالبانو له لوري نیول شوي دي. طالبانو ویلي دي چې هغه کسان چې د سوله ایزو لاریونونو ترسره کیدل غواړي، باید لومړی له چارواکو اجازه واخلي.
انځور: REUTERS
اعتراض کوونکي په دې باور دي چې طالبان د پاکستان په مرسته د افغانستان په ولکه کولو وتوانیدل، له دې کبله زیاتره شعارونه د پاکستان ضد ول. د پاکستان ضد احساسات هغه وخت لا پسې زیات شول چې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر په یوه ناببره سفر کابل ته ورسید.