د کابل پوهنتون مخې ته د محصلینو احتجاج
۱۳۹۹ آبان ۱۳, سهشنبه![Afghanistan Proteste nach dem Anschlag auf die Universität in Kabul](https://static.dw.com/image/55481075_800.webp)
د سه شنبې په سهار يو شمير محصلينو د کابل پوهنتون مخې ته په اعتراض لاس پورې کړ او د اوربند غوښتنه یې کوله. هغوی همدا راز له افغان حکومته وغوښتل چې د تاوتريخوالي تر ختميدو پورې دې له طالبانو سره د سولې له خبرو پر شا شي. مظاهره کوونکو همدا شان لوحې له ځان سره ليږدولې چې پرې لیکلي ول: «موږ ولې وژنئ؟»، «موږ مه وژنئ، مرمۍ به مو خلاصې شي، موږ ډېر يو» او «ټول سبا درس ته راځو.»
په دې منځ کې د افغانستان د روغتيا وزارت اعلان کړی دی چې د کابل پوهنتون پر محصلينو د دوشنبې د ورځې په بريد کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي. که څه هم داعش د دې برید پړه منلې ده خو افغان دولت طالبان په دې بريد کې په لاس درلودو تورنوي.
د افغانستان د ملي امنيت مشاور حمدالله محب، د دې پېښې له ټپيانو سره تر ليدنې وورسته وويل: «طالبان نه شي کولی د يوې اعلامیې په خپرولو سره د دې جنايت بار له خپلو اوږدو کښته کړي.»
د افغانستان حکومت نن، سه شنبه ملي وير اعلان کړی دی. ولسمشر اشرف غني تيره شپه په يوه تلويزيوني وينا کې خبرداری ورکړ چې «د افغانستان له دښمنانو څخه به د دې څو برابره زيات غچ واخيستل شي.»
په دې منځ کې د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د تويتر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې پرونی بريد چې پړه یې داعش منلې، په کلکه غندم. هغه زياته کړې: «دا وحشيانه بريد د دولت او طالبانو دواړو له پاره د يو بل په مقابل کې د امتياز د ترلاسه کولو فرصت نه دی. دلته يو ګډ دښمن موجود دی.» نوموړي د افغانستان د جګړې له ښکيلو اړخونو څخه غوښتي چې «د سولې له پاره يو موټي شي، د اوربند لاره ولټوي او سياسي توافق چټک کړي.»
خو د نړيوالې ټولنې او افغانستان د خلکو پر غوښتنې سربیره هم تر اوسه په هېواد کې اوربند نه دی تامين شوی او له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو سره هممهاله تاوتريخوالی هره ورځ د يو شمير انسانانو ژوند اخلي.