شخړي
د کابل چاودنې یو کس وژلی
۱۳۹۵ اسفند ۲۳, دوشنبهاعلان
د رویترز خبري آژانس په خپل رپوت کې لیکلي دي چې امنیتي ځواکونه د پیښې سیمې ته رسیدلي دي. ویل شوي دي چې ښاي کوچنی میني بس موټر په بشپړه توگه سوځیدلی وي.
تر مخه یوه امنیتي چارواکي ویلي وو چې چاودنه د یوه ځانمرگي برید کوونکي له خوا چې پیاده روان وو، رامنځ ته شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، ویلي دي چې پیښه د سړک د غاړې د ماین له کبله رامنځ ته شوې ده. په پيښه کې د یوه تن د وژل کیدو او نورو اته تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.