1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل ډیر اوسیدونکي ولي خپل ماشومان شخصي ښوونځیو ته استوي؟

۱۳۹۸ تیر ۲۵, سه‌شنبه

ډیری والدین وایي چې د دولتي ښوونځیو له نصاب څخه یې نارضایتي د دې لامل شوې چې خپل ماشومان شخصي ښوونځیو ته واستوي. پر لوړو فیسونو سربیره هم د کابل ډیر اوسیدونکي د دولتي ښوونځیو پر ځای خصوصي مکتبونو ته مخه کوي.

Zum Thema Afghanistan - Die deutschen Entwicklungshelfer bleiben
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/Photoshot

د حسینې مومند د کورنۍ ډیر ماشومان د کابل خصوصي ښوونځيو ته ورځي. هغه روښانوي چې په خصوصي ښوونځیو کې د زده کوونکو درسي سویه تر هغو چې په دولتي ښوونځیو کې زده کړې کوي، لوړه وي. هغه وایي: «دا ځکه چې په خصوصي ښوونکیو کې د زده کونکو سویې ته ډيره پاملرنه کیږي خو د دولتي ښوونځيو ښوونکي خپل معاش اخلي او د زده کوونکي په کیسه کې نه وي.»

د کابل ښار بله اوسیدونکي نرګس صادق، هم خپله لور خصوصي ښوونځي ته استوي. هغه وایي: «رياضي او نور مهم مضامين ورته په ښه ډول زده کوي. انګلیسي ژبه هم ورته په کمپيوتر کې د سم تلفظ له مخې زده کوي.»

خصوصي ښوونځي ډیر وخت د زده کوونکو له مور او پلار سره هم په تماس کې وي او د زده کوونکي د وضعیت په اړه یې له کورنیو سره خبرې کوي. میرمن صادق وایي چې په دولتي ښوونځيو کې بیا وضعیت بل ډول دی: «زما وريرونه او د نورو خپلوانو ماشومان په دولتي ښوونځيو کې زده کړه کوي. هغوي ته د شخصي ښوونځيو په ډول تدريس نه کيږي.»

د ښووني او روزنې وزارت ويانده نوريه نزهت، دا مني چې د دولتي ښوونځيو په تعلیمي سیستم کي ستونزې شته خو دا ټنګار کوي چې د دغو ستونزو د له منځه وړلو له پاره پر تدابیرو کار روان دی: »موږ د ښه او پياوړي تعليمي سیستم د رامنځ ته کولو له پاره په شدت سره کار کوو.»

د نزهت په خبره د دوو کلونو په جریان کې به د تدریسي کتابونو په برخه کې ستونزې حل شي او د ښوونکو د ظرفیت د لوړیدو په موخه به اقدامات وشي: «د ظرفیت لوړولو په دغو پروګرامونو کې د هغو ښوونکو ګډون جبري دی چې له ۱۲ ټولګي فارغ شوي وي.»

نزهت دا هم وایي چې وزارت یې په ښوونځیو کې د زده کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو له پاره پلانونه په پام کې نیولي دي.

په ښوونځیو کې د زده کوونکو ګڼه ګوڼه، د کتابونو نه شتون، د کافي ښوونکو نه شتون، پر وخت د درسي ساعتونو نه پیلیدل نورې هغه ستونزې دي چې له کبله يې ډیر والدین خپل ماشومان د دولتي ښوونځيو پر ځای خصوصي ته استوي.

په ټول افغانستان کې د ښوونځیو شمیر ۱۸ زرو ته رسیږي. یوازې په پلازمېنه کابل کې په ۳۱۳ دولتي او ۷۷۳ شخصي ښوونځیو کې فعالیت کوي چې پکې ۱۱۰۳۰۶۷ تنه زده کونکي په زده کړو بوخت دي.

د کابل په خصوصي ښوونځيو کې هم هر څه سم نه دي. په ډیرو مواردو کې د دغو ښوونځیو د فراغت اسناد د دولتي ښوونځیو د اسنادو په شان د اعتبار وړ نه وي. لوړ فیسونه او نور اضافي لګښتونه هم بیا د دې لامل کیږي چې خصوصي ښوونځیو ته د خپلو ماشومانو استوونکي والدین هره میاشت په زرهاو افغانۍ مصرف کړي.

حاجره حرکت

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل