1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د کابل ښار ښځينه کارکوونکې په کور کېنولي

۱۴۰۰ شهریور ۲۸, یکشنبه

د طالبانو سرپرست حکومت د یکشنبې په ورځ په کابل ښار کې ښځينه مامورینو ته ويلي دي چې په خپلو کورونو کې کيني. زیاته شوې یوازې هغه ښځینه مامورينې به اجازه ولري چې نارینه د هغو پر ځای ګمارل کیدای نه شي.

Afghanistan | Afghanische Aktivistinnen protestieren gegen Taliban-Beschränkungen in Kabul
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

د اسوشتید پریس په حواله، د يکشنبې په ورځ د کابل سرپرست ښاروال، حمدالله نعماني د لومړي ځل لپاره خپل خبري کنفرانس ورکړ. هغه وویل چې ښځينه مامورينو ته امر شوی دی چې تر راتلونکي تصمیم پورې دې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

هغه وویل چې يو شمیر ښځينه کارکونکو له پاره استثنا په نظر کې نيول شوې ده چې هغوی به د کار کولو اجازه ولري. د بیلګې په توګه د ډيزاین او انجنیرۍ په برخه کې او یا هغه ښځينه کارکونکې چې د ښځو له پاره په ځانګړو عامه تشنابونو کې کار کوي.

نعماني زیاته کړه: «ځينې ځایونه دي چې هلته نارینه کار نشي کولای. موږ باید خپل ښځينه پرسونل څخه غوښتنه وکړو تر څو خپلې دندې اشغال کړي، د هغوی له پاره بدیل نشته.»

د ښځو چارو وزارت پر ځای د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارتانځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

پلازمینه کابل د افغانستان په هغه ولایت کې دی چې تر ټولو ډيرې ښځينه مامورانې لري. طالبانو چې تیره میاشت ېې د جګړې له لارې د افغانستان سیاسي واک ترلاسه کړ، تر دې وړاندې يې ويلي وو چې د خپلې مخکینۍ دورې په پرتله يې اوس په سیاست کې نرموالی راوستی دی. خو د طالبانو دغه تصمیم چې ښځینه کارکوونکې دې په کور کينې، د دوی د سیاست يوه بله نښه ده چې ظاهرا پر خپلې هماغې زړې تګلارې ولاړ دي. طالبانو له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کلونو د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر وخت هم ښځينه مامورانې په کور کینولې وې او نجونو هم ښوونځي ته د تلو اجازه نه درلوده.

د طالبانو نوي حکومت په وروستیو ورځو کې څو فرمانونه صادر کړل چې د ښځو حقونه په کې څنډې ته وهل شوي دي. په دغو فرمانونو کې یو دا هم دی چې په اوس وخت کې نجونې او ښځې نشي کولای متوسطه ښوونځيو او لیسو ته ولاړې شي، په داسې حال کې چې د همدې سویې ذکورو زده کونکو ته اجازه ورکړل شوې ده.

د پوهنتونونو ښځينه محصلانو ته بیا ویل شوي دي چې زده کړې يې باید له نارینه و څخه په جلاو صنفونو کې وي او د ښځېينه محصلانو جامې باید د اسلامي احکامو مطابق پټې وي.

په کابل پوهنتون کې د طالبانو په ملاتړ د ښځو یو حرکت په تورو جامو کې انځور: AAMIR QURESHI AFP via Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د جمعې په ورځ د افغانستان د ښځو چارو وزارت هم بند او ځای يې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ته ورکړ کوم چې د اسلامي احکامو د تطبیق کولو دنده لري.

د شنبې په ورځ په کابل کې يو شمیر میرمنې د طالبانو د دغه اقدام په غبرګون کې د یاد وزارت ودانۍ مخې ته راټولې او د څو شیبو لپاره يې خپل اعتراضونه وکړل. دوی ځانونو سره داسې نښې نښانې ليږدولې چې په ټولنه کې يې د خپلو حقونو غوښتنې ښودلې. يو ځای لیکل شوي وو«په یوه ټولنه کې چې هلته ښځې فعالې نه وي، هغه ټولنه مړه وي.»

دغه ښځې تر شاوخوا لس دقيقو حضور او له يوه نارینه سره تر شخړې وروسته په موټرو کې سپرې او له دغه ځایه ولاړې.

په کابل کې يو شمیر ښځو وویل چې دوی به له طالبانو وغواړي تر څو ښځو ته په ټولنه کې د کار کولو اجازه ورکړي - آرشیفانځور: REUTERS

طالبانو د تیرې يوې میاشتې په جریان کې د ښځو د څو اعتراضي حرکتونه په زور تیت او پرک کړي دي.

اسوشتید پریس په خپل رپوټ کې زیاتوي چې په عین وخت کې يوه ډله ځوانو ښځو چې شمير يې شاوخوا ۳۰ تنو ته رسیده په کابل کې يې د یوه کور په تهکاوۍ کې خبري کنفرانس جوړ کړی وو. مرزيه احمدي چې حکومتي کارکوونکې او د ښځو فعاله ده وويل چې دوی به له طالبانو څخه وغواړي تر څو ښځو ته په ټولنه کې د کار کولو اجازه ورکړي.

هغې وویل: «دا زموږ حق دی. موږ غواړو هغوی سره خبرې وکړو.»

میرمن احمدي دا هم وویل: «موږ غواړو هغوی ته ووايي چې موږ هم هغه حقوق لرو چې دوی يې لري.»

په عین حال کې د دغه خبري کنفرانس اکثرو ګډونوالو ويل که چیرته دوی ته فرصت په لاس ورشي، هیواد به شا ته پریږدي.