د کاتالونيا چارواکو په يکشنبې ناوخته ماښام له هسپانيا څخه د خپلواکۍ له پاره د جنجالي ټولپوښتني پايلي اعلان کړې. د رسمي شمېرو له مخي د رای ورکولو پر شرايطو برابر ۲،۲۶ ميليونه وگړو خپله رای ورکړې ده. د چارواکو په خبره د دغو کسانو ۹۰ سلنه ئې د کاتالونيا د خپلواکۍ په پلوي او ۸ سلنه ئې منفي رای ورکړې ده.
د کاتالونيا سيمه ايز دولت د هسپانيا د مرکزي حکومت له مخالفت سره سره د ټولپوښتني اقدام وکړ.
د کاتالونيا د سيمه ايز حکومت مشر کارلوس پوجدمان د دغي ټولپوښتني د پايلو تر اعلان مخکي له هسپانيا څخه د دغي سيمي د خپلواکۍ غوښتنه کړې وه او روښانه کړې ئې وه: «موږ د يوه خپلواک هیواد لرلو ته لاس رسۍ موندلی».
د کاتالونيا پارلمان څه موده مخکي د «بېلتون قانون» لايحه تصويب کړې وه، چي که چيري په ټولپوښتنه کي ډير رای ورکونکي له هسپانيا څخه د خپلواکۍ په پلوي رای ورکړي، نو د دغي سيمي حکومت کولای سي چي په ۴۸ ساعتونو کي له هسپانيا څخه خپله خپلواکي اعلان کړي.
انځورونه: د کتالونيا د خپلواکۍ غورځنګ تاريخ
د کتالونيا د خپلواکۍ غورځنګ ژورې تاريخي رېښې لري. د خپل تاريخ په ترڅ کې دغې سيمې هسکې ژورې او ستونزې ګاللې دي. دلته يې انځورونه ووينئ. انځور: Reuters/A.Gea کتالونيا تر ۵۰۷ م کاله پورې د روميانو د امپراتورۍ يوه برخه وه. په دغه کال کې لويديځ ګوت قوم دغه سيمه ونيوله. تر اوسه په دغه سيمه کې ډېر تاريخي ځايونه شتون لري.
انځور: Caos30 په ۷۱۱ م کال کتالونيا د عربو له خوا هم ونيول شوه. په ۷۳۲ کال کې کارل د هغوی د لا پرمختګ مخه ونيوله. په ۱۱۳۷ م کال د کتالونيا سيمې د اراګون له پاچاهۍ سره يو ځای شوې.
انځور: picture-alliance/Prisma Archiv په ۱۳ مه ميلادي پېړۍ کې د کتالونيا خپلواکې ادارې جوړې شوې. دغې سیمو خپله خپلواکي د هسپانيې د وارثانو تر منځ تر جګړو پورې وساتله چې دغه جګړه په ۱۷۱۴ م کال کې رامنځ ته شوه.
انځور: picture-alliance/Prisma Archivo د ۱۷۱۴ کال د سپتمبر په ۱۱مه د کتالونيا مرکزي ښار بارسلونا د بوربون د پاچا، پنځم فيليپ، له خوا نيول کيږي او د کتالونيا خپلواکې ادارې له منځه ځي. دغه ورځ تر اوسه لا د خپلواکۍ د له منځه تللو د ورځې په حيث لمانځل کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/L. Gene د هسپانيې په لومړي جمهوريت کې فدرالي افکار په ۱۸۷۳ م کال کې د هسپانيې لومړنی جمهوريت اعلانيږي. ځينې د فدرالي نظام پلويتوب کوي، لکه فرانسيسکو پي اي ماراګال، چې د لومړي جمهوريت یو له پنځو ولسمشرانو څخه وو.
انځور: picture-alliance/Prisma Archivo د کتالونيا جمهوري غوښتونکي د ۱۹۲۳ او ۱۹۳۰ کلونو په ترڅ کې په هسپانيا کې ديکتاتوري حاکمه ده. سياستوال فرانسېس ماسيا د ديکتاتورۍ له پای ته رسېدلو وروسته د کتالونيا له پاره د خپلواکۍ ځينې حقونه په لاس وروړي.
د فرانکو بريا ټولې آزادۍ له منځه وړي د هسپانيې په دوهم جمهوريت کې د کتالونيا استازي د نوريا د خپلواکۍ په نوم حق لاس ته وروړي چې د هسپانيې پارلمان يې هم په ۱۹۳۲ کال تائيدوي. خو د جنرال فرانکو بريا د هسپانيې د کورنۍ جګړې په وخت (۱۹۳۶ تر ۱۹۳۹) د هسپانيې د دوهم جمهوريت د پای په معنی ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo د فرانکو رژيم له ۱۹۳۹ تر ۱۹۷۵ کاله پورې د کتالونيا ټولې دموکراتې آزادۍ له منځه وړي. سياسي ګوندونه تعقيبيږي، د خپلواکۍ حقوق له منځه ځي او د کتالونيا ژبه او کلتور تر پښو لاندې کیږي.
انځور: picture alliance/AP Photo د نويو مقراراتو له مخې د خپلواکمنۍ بيا راتګ د هسپانيې د ۱۹۷۸ کال د دموکرات اساسي قانون له مخې کتالونيا په ۱۹۷۹ کال کې د خپلواکمنۍ يوه نوې بڼه تر لاسه کوي.
انځور: picture-alliance/Arco Images GmbH/B. Boensch په تېرو څو کلونو کې د کتالونيا د اوسېدونکو شعور بېرته پياوړی شوی دی. په ۲۰۰۶ کال کې کتالونيا زياته خپلواکمني تر لاسه کوي. خو دغه حالت د سترې محکمې له خوا بېرته اخيستل کیږي.
انځور: Reuters/A.Gea د ۲۰۱۴ کال د نومبر په ۹مه هم يو رفرنډم په نظر کې نيول شوی وو. خو د سترې محکمې له خوا د دغې ټولپوښتنې مخه ونيول شوه.
انځور: Reuters/G. Nacarino د سياستوالو تر منځ اختلافات د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ راهيسې کارلېس پويګدېمونت د کتالونيا صدراعظم دی. هغه بېلتون خوښونکی دی چې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر د لومړۍ نېټې ټولپوښتنه يې هم راغوښتې ده. خو د ټولې هسپانيې صدراعظم، ماريانو راخوي، دغه ټولپوښتنه له اساسي قانون سره په مخالفت کې بولي او ردوي يې.
انځور: Getty Images/AFP/J. Lago
د هسپانيا لومړي وزير ماريانو راخوی دغه ټولپوښتنه غيرقانوني، نمايشي او بې اعتباره بللې ده. هغه د يکشنبې په ماښام ويلي ول چي ټولپوښتنه ته اړتيا نه سته.
د کاتالونيا د ټولپوښتني پايلي د پابندۍ وړ نه دي. د هسپانيا ستري محکمې مخکي له مخکي لا د هغې پايلي غيرقانوني او بې اعتباره بللي وې. د محکمې قاضیانو ويلي دي چي د اساسي قانون د اصولو له مخي محلي چارواکو ته اجازه نه ورکول کيږي چي د جلا وطنۍ په اړه پريکړه وکړي.
د يکشنبې په ورځ د کاتالونيا د خپلواکۍ په اړه ټولپوښته له زورزياتيو سره مله وه. د هسپانيا پوليسو په زوره د رای ورکونکو مخه نيوله. په دغه سيمه کي انترنيت کار نه کاوه او په ټولپوښتنه کي خنډونه پيښ سوي ول.
پوليسو دغه راز د کاتالونيا د خپلواکۍ پر پلويانو ربړي مرمۍ اورولې او په سوټو ئې وهله. په دغه اخ و ډب کي چي د خپلواکۍ د پلويانو او پوليسو ترمنځ روان وو، نژدې ۸۴۰ کسان ټپان سوي دي چي ۳۳ پکښې پوليس دي.
په هسپانيا کي د خلکو پر وړاندي د زورزياتي اقدام په اړه د اروپايي ټولني ځينو غړو هيوادونو غبرگون ښوولی دئ. او ويلي ئې دي چي زوزياتی هيڅکله ښه جواب نه دئ.
په هسپانيا کي په لسونو کارگري اتحاديو او سازمانونو د کاتالونيا وگړي د سه شنبې په ورځ عمومي اعتصاب ته رابللي دي. دغو ټولنو د يکشنبې په ماښم د يوې بيانيې په خپرولو سره د کاتالونيا له وگړو غوښتي دي چي دا چي د دوی آزادي او حقونه تر پښو لاندي سوي د سه شنبې په ورځ له کاره ډډه وکړي.