1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «کاسا۱۰۰۰» پروژې عملي کار پيل سو

۱۳۹۸ بهمن ۱۷, پنجشنبه

 د کاسا۱۰۰۰ بريښنا پروژې عملي کار پرانيستل سو. د بريښنا شرکت وايي چي د دغې پروژې د سروې او ډيزاين کار خلاص سوی او نن پنجشنبه يي عملاً د پايو جوړولو کار پيل سو.

Marode Stromleitungen in Havanna
انځور: DW/A. Knobloch

د افغانستان د جمهوري رياست د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي دي چي د کاسا زر پروژې عملي کار نن پنجشنبه د فبرورۍ پر۶ مه نيټه پرانيستل سو. د ارگ په حواله »د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، نن تر غرمې مخکي، سروبي ته ولاړ او د کاسازر پروژې د بڼسټ ډبري په ايښودلو سره يې عملي کار پيل سو.«

د بريښنا شرکت وياند، وحيد الله توحيدي دويچه ويلي ته وويل چي په دغو مراسمو کي د قزاقستان، تاجکستان او پاکستان هيوادونو سفيرانو هم حضور درلود. هغه زياته کړه چي د کاسا زر پروژه به د۲۰۲۲م کال تر پايه پوري بشپړ سي.

کاسا زر د افغانستان له لاري پاکستان ته، د تاجکستان او قرغزستان د بريښنا د انتقال طرحه ده او د سيمه ايز بازار د زيربنايي پروژو څخه مهمه پروژه ده چي د ۱۳۰۰ ميگاواټه د انتقال په ظرفيت سره، پاکستان ته بريښنا ليږدوي.

ددغې پروژې په بشپړولو سره به ۱۳۰۰ ميگاواټه بريښنا افغانستان ته وارد سي. د بريښنا له دغې اندازې څخه به يي زر ميگاواټه پاکستان ته انتقاليږي او ۳۰۰ نور ميگاواټه به يي د افغانستان په جنوبي ولايتونو کي په مصرف ورسيږي. د ميدان وردکو، غزني، زابل، او لوگر ولايتونونه او گرديز ښار به د دغې پروژې په بشپړولو سره روښانه سي.

د بريښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي ويلي: »د دغې پروژې لگښت، د افغانستان په خاوره کي ۲۲۵ ميليونه ډالره دی چي د شاوخوا۵۷۰ کيلومتره په اوږدوالي سره،  له کندز څخه پيل او په تورخم کي پای ته رسيږي.«

د دغې پروژې د اړتيا وړ لگښتونه، د نړيوال بانک له خوا تمويليږي. توحيدي زياتوي: »فعلاً د دغې پروژې د سروې او ديزاين کار خلاص دی او عملي کار، تهداب او د پايو جوړول يي نن پيل سول.«

کاسا زر لومړنۍ پروژه ده چي د منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا ترمنځ  د افغانستان له لاري د انرژۍ د تجارت له پاره زمينه برابروي.

ارگ ويلي دي چي د دغې سترې پروژې په بشپړولو سره به موږ ، جنوبي آسيا ته له مرکزي آسيا څخه، د اقتصادي معاملو او د بريښنا د انتقال د لومړني دهليز د پراخيدو شاهدان اوسو.

اټکل کيدی چي افغانستان به له کاله له ۳۵ څخه تر ۴۹ ميليونه ډالره پوري د دغه اندازه بريښنا د ترانزيت له کبله په لاس راوړي. خو د بريښنا شرکت وياند وايي چي د کاله ۴۷ ميليونه ډالر عوايد لري.

د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه بريښنا وارداتي ده او د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هيوادونو څخه راوارديږي. يوازي ددغه هيواد ۲۰ سلنه بريښنا د افغانستان په دننه کي د بريښنا له بندونو څخه په لاس راځي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل