د فرانسې په شمال کې د پراته دغه کمپ په زور ړنګولو پر ضد د احتجاج په توګه ځينو مهاجرو په ګنډلو خولو احتجاج وکړ. دوی سره راټول شوي ول او په لاسو کې يې داسي لوحې وې پرې ليکل شوي ول «موږ انسانان یو» «ستاسي دیموکراسي چيري ده» او «زموږ آزادي چیري ده».
د بې سرحده ډاکترانو د مرستندونه ټولنې یوه کارکونکي په دې ترڅ کې وویل: «مهاجرو غوښتنه را څخه وکړه چې شونډي یې ور وګنډو خو واضح ده موږ دا خبره رد کړه. خو بیا دوی خپله ستنې تودې کړې او دغه کار یې وکړ.»
د دوشنبې په ورځ د ډېرو پولیسو په حضور کې د مهاجرو کیږدۍ ونړول شوې. په دغه کمپ کې دېره په زرونو مهاجر هڅه کوي د ریلونو، لاریو او یا کښتیو په وسیله بریتانيا ته ځانونه ورسوي.
پاریس له لندن څخه زیاتې پیسې غواړي
فرانسې د مهاجرو د بحران له کبله له بريتانيا څخه د زیاتو پیسو غوښتنه کوي. د پاریس یو دیپلومات د فرانسې ـ بریتانیې حکومتي سلا مشورو ته په کتو سره وویل: «موږ د اضافي مالي مرستو په تمو یو».
انځور: Reuters/P. Rossignol
فرانسه د مهاجرو له پاره د نوو سرپناو د رامنځته کولو، د کالې پر بندر او د مانش کانال په ساحه کې امنیتي تدابیرو د پراخولو او د انساني قاچاقبرانو پر ضد مبارزې له پاره زیاتو پیسو ته اړتیا لري.
د فرانسوي چارواکو د معلوماتو له مخي بريتانيا اوس د مهاجرو په برخه کي له فرانسې سره د ۲۰ ميليونو يورو اضافي مرستي اعلان کړی دئ.
د بریتانې حکومت لا د ۲۰۱۵م کال په اګست میاشت کې له فرانسې سره د اضافي مالي مرستي ژمنه کړې وه. لومړي وزیر دیود کامیرون په دې توګه غواړي بریتانيا ته د مهاجرو د ورتګ مخه ونیسي.
د دوشنبې په ورځ مهاجرو او فعالانو په کالې کمپ کي پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه وکړل چې په ځواب کې پولیسو پر دوی اوښکن ګاز وکاراوه. په دې ترڅ کې د مهاجرو له خوا درول شوو۲۰ خیمو ته اور واچول شو. د «ځنګل» کمپ تخلیه لا روانه ده خو د پولیسو په حواله د چهار شنبې په ورځ کومه ستره پیښه نه ده شوې.
د اتن په يوه پارک کې د افغان مهاجرو ناوړه وضعیت
په سونو افغان مهاجر په اتن کې په پارکونو کې شپې او ورځي تیروي. له هغه وروسته چې مقدونيا خپلې پولې د افغان مهاجرو پر مخ وتړلې، افغانان په زوره د مقدونيا له سرحده اتن ته راوستل شول. د کډوالو وضعیت د اندیښنې وړ دی. انځور: DW/R. Shirmohammadi افغان مهاجر یووار بیا په پارکونو او سړکونو کې سرګردانه شوي دي. خو د هغوی د راټولیدو اصلي ځای د یونان د پلازمینې آتن، د ویکتوریا پارک دی.
انځور: DW/R. Shirmohammadi افغان مهاجر وایي، له دې کبله يې شمیر ډیر دی، چې ټولو ته سرپناه نه ورکول کیږي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi هغه افغان مهاجر چې د اتن په کمپ کې ژوند کوي، وایي چې د دې کمپ وضعیت دیر خراب دی.
انځور: DW/R. Shirmohammadi په ویکتوریا پارک کې ډېر افغاني میرمنې او ماشومان هم تر سترګو کیږي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi په دې پارک کې میشتې کورنۍ له خپل ډیر بد وضعیت څخه شکایت کوي. هغه د افغانستان حکومت د خپل اوسني وضعیت مسئول بولي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi په ویکتوریا پارک کې آن د ماشومانو او ښځو له پاره تشنابونه نه شته. په ځانګړې توګه ښځې په دې برخه کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi د یونان پولیس افغان مهاجرو ته اجازه نه ورکوي چې د مقدونيا سرحد ته ولاړ شي. پولیس په موټرو کې کډوال د مقدونيا له سرحده بیرته آتن ته لیږدوي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi د مقدونيا سرحد ته د رسیدو پر لار کډوال څېړل کیږي، څو روښانه شي چې ایا هغوی افغانان دي او که د سوریې يا عراق وگړي دي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi په ویکتوریا پارک کې میشتو مهاجرو کواښ کړی دی چې که وضعیت همداسې دوام ومومي نو هغوی به بیا د نه خوړلو اعتصاب وکړي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi یو شمیر افغان مهاجرو د خوړلو اعتصاب کړی وو.
انځور: DW/R. Shirmohammadi دغه مهاجر تمه لري چې د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه پر بالکان هیوادونو باندي فشار راوړي، څو افغان مهاجرو ته خپل سرحدونه پرانیزي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi ملګرو ملتونو تر دې مخکې پر دغه وضعیت باندې نیوکه کړې وه.
انځور: DW/R. Shirmohammadi په ویکتوریا پارک کې د افغان مهاجرو تر څنګ ځیني ایراني او پاکستاني کډوال هم وخت تیروي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi پاکستاني او عراقي مهاجرو ته تر افغان مهاجرو مخکې له بالکان هیوادونو څخه د تیریدو اجازه نه وه ورکړل شوې خو اوس له یونان څخه یوازي عراقي او سوریایي مهاجرو ته د مخکې تلو اجازه ورکول کیږي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi