د نړيوالو رسنيو د انځور جايزه سږ کال هغه انځور وګټله چې د «وينزويلا کړکېچ» په نوم نومول شوی دی. دغه عکس تېر کال په کاراکاس کې د سړک په سر د نښتو پر وخت اخيستل شوی دی. په دغه عکس کې يو ۲۸ کلن مظاهره کوونکی، خوزې ويکتور سلزار بالزا، ليدل کيږي چې هغه مهال يې اور واخيست چې يې د موټر سايکل د ګازو ټانکۍ وچاودله. هغه ته سخت ټپونه واوښتل، خو نوموړی ژوندی پاته شو. بالزا د حکومت او اپوزيسيون تر منځ د قدرت په سر د کشماکشونو يو قرباني دی چې د دغو آخ و ډبونو له کبله دغه هېواد له پراخې ګډوډۍ سره مخامخ شوی دی.
«يو ډېر سمبوليک عکس»
«د کال غوره عکس بايد يوه مهمه کيسه راونغاړي او په خلکو کې پوښتنې راپورته کړي»، دغه استدلال ماګدالېنا هېرېرا وکړ، چې د «ژېو فرانس» د عکسونو د برخې مشره او سږ کال د رسنيزو عکسونو د نړيوالې سيالۍ د ژوري مشره هم ده. د هغې په خبره د شېميد عکس ډېره کلاسيکه بڼه لري، خو په عين وخت ډېر پُر شوره او له انرژۍ ډک هم دی. د هغې په وينا «رنګونه، حرکت او د عکس جوړښت يې قوت وربخښي او سمدلاسه د خلکو احساسات راپاروي.» د «نېشنل جيوګرافيک» د مجلې له خوا د ژوري غړي، ويتني جونسن، د انځور پر سمبوليک اړخ ټينګار وکړ. په خبره يې نه يوازې دغه سړي اور اخيستی دی، بلکې ټوله وينزويلا د اور په لمبو کې سوځي. په سږنۍ سيالۍ کې ۴۵۴۸ عکسانو له ۱۲۵ هېوادونو څخه ګډون وکړ. ژوري هم په آسانۍ سره عکس غوره نه کړ ځکه چې له ۷۳ زرو او ۴۴ عکسونو څخه يې بايد غوره انځور غوره کړی وای.
د نړيوالو تماشاچيانو لپاره د عکسونو اخيستل
د دغو سياليو اصلي جايزه چې لس زره يورو ورسره تړلې دي، د ۱۹۵۵ م کال راهيسې په نيدرلند يا هالنډ کې ورکول کيږي. هغه د داسې هالنډي عکسانو له خوا رامنځ ته شوې ده چې غوښتل يې خپل عکسونه د نړيوالو تماشاچيانو په منځ کې مشهور کړي. په لومړي ځل د «نړيوال رسنيز عکس بنسټ» په اتو کټګوريو کې وروستۍ سيالۍ ته غوره شوي کانديدان سږ کال د جايزې د ګټونکي تر اعلان دوه مياشتې د مخه معرفي کړل. د ژوري پلاوي د مشرې، ماګدالېنا هېرېرا، په خبره يې مقصد دا دی چې نه يوازې پر ګټونکي باندې تمرکز وشي، بلکې نورو عکسانو ته هم پاملرنه واوړي.
خو له بلې خوا کېدای شي هدف يې د ۲۰۱۳ کال په څېر د يوې رسوايۍ مخنيوی وي. هغه وخت د جايزې تر وېشلو وروسته څرګنده شوه چې د پاول هانسن له خوا په اخيستل شوي غوره انځور کې د فوتوشاپ په مرسته لاسوهنه شوې وه. دا د دغې سيالۍ او د رسنيزې عکاسۍ له اساسي معيارونو څخه سخته سرغړونه ده. خو په داسې حال کې چې د احتمالي ګټونکو انځورونه له وړاندې لا په ميليونو تماشاچيانو ته په اختيار کې ورکړل شي، د دې امکان زياتيږي چې د نړيوالې جايزې تر اعلان د مخه د درغليو او لاسوهنو څرک ولګيږي. د کال غوره عکسونه کال په کال د يوې بلې ژوري له خوا انتخابيږي چې ۱۹ تنه عکسان او د انځورونو ژورناليستان پکې ګډون لري. دغه جايزې په اتو کټګوريو کې وېشل کيږي چې له خبرونو نيولې تر طبيعت، چاپېريال او سپورټ پورې غځيږي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (13.04.2018):
د ورلډ پریس فوټو «World Press Photo» د ۲۰۱۸م کال تر ټولو غوره انځورنه معرفي شول. په دې انځورنو کې د اوسنۍ نړۍ تر ټولو پیاوړي او تکان ورکوونکي انځورونه انتخاب شوي دي.
انځور: Ronaldo Schemidt, Agence France-Presseتر هرڅه وړاندي باید وویل شي چې دغه وینزویلايي اعتراض کوونکی روغ دی. دغه انځور په امستردام کې د ورلډ پرس فوټو د ۲۰۱۸م کال تر ټولو غوره انځور ټاکل شوی او اخیستونکي یې ۱۰ زره یورو جایزه ترلاسه کړې. دغه انځور رونالدو شمیت په ۲۰۱۷م کال کې د وینزویلا په پلازمینه کاراکس کې د لاریون پرمهال اخیستی. په دې انځور کې د موټرسایکل ټانکی تر چاودنې وروسته یو لاریون کوونکی د اور په لمبو کې ښکاري.
انځور: Ronaldo Schemidt, Agence France-Presseد «وخت ګوزار» په عنوان د آلماني انځورګر یسکو دنزل دغه انځور ګټونکی شوی دی. دغه انځور د نايجیریا په پلازمینه لاګوس کې د «ماکوکو» په نامه د لرګیو له هغو کورونو اخیستل شوی چې د اوبو پر سر جوړ شوي او ډیر سیلانیان یې لیدنه کوي. خو ډیر ژر به دغه کلی لمنځه ولاړ شي او پر ځای به یې د ساحل پر غاړه عصري ویلا یا لوی کورونه جوړ کړل شي.
انځور: Jesco Denzel, Laifد «چاپیریال» په برخه کې د نیل آلجریز دغه انځور ګټونکی شو. دغه ګرګدن د مرګ په تمه نه دی، بلکې ټاکل شوې ده چې هغه به په بوتسوانا کې د «جنت» ترنامه لاندې د «اوکاوانګو دلتا» سیمې ته انتقال کړل شي، هغه سیمه چې ښه ساتنه یې کیږي. د ګرګدن نسل د ختمیدو له ګواښ سره مخامخ دی، ځکه چې د دې حیوان ښکر په شرقي آسیا کې د معجزه ايي دارو په توګه شمیرل کیږي او ښکارچیان یې د قیمتې ښکرونو له امله په نخښه کوي.
انځور: Neil Aldridgeسپین سری عقاب په الاسکا کې د یوه سوپرمارکیت د کثافتو پر سر ناست دی. عقاب زیاتره په بیرغونو کې رسمیږي او یو وخت یې نسل د ورکیدو له ګواښ سره مخامخ وو. اوس چې که څه هم دغه خطر کم شوی، خو بیا یې هم کار په کثافاتو کې د خوراک لټول وي. دغه انځور کب نیوونکي او انځور ګر کري آرنلود د «اون آلاسکا» په ټاپو کې اخیستی او د «چاپیرل» په موضوع کې ګټونکی شوی دی.
انځور: Corey Arnoldد لوبو په برخه کې د الیور سکارفس دغه انځور ګټونکی اعلان شوی. په دې انځور کې په بریتانیا کې یوه لوبه لیدل کیږي چې پکې سلګونه کسان په یوه توپ پسې منډي وهي.
انځور: Oliver Scarff, Agence France-Presseد «انسان» په برخه کې د ماګنوس ونمانس د دوو نجونو اخیستل شوی دغه انځور ګټونکی اعلان شوی دی. جانتا او ابادتا د روما قوم دوې نجوني دي چې سویډن ته یې پناه وړې ده. دوی ناروغې نه دي خو پرته له کوم دلیله د کوما په خوب تللي دي. جانتا اوس دوه نیم کاله کیږي او خور یې بیا اته میاشتې کیږي چې په دې حالت کې ده.
انځور: Magnus Wennmanد «اوږد مهاله پروژې» په برخه کې د کارلا هوګلمن دغه انځور ګټونکی علان شوی. په دې انځور کې د اتریش په «والد فیرتل» کلي کې کلیوال ماشومان ښکاري. په دې کلي کې ۱۷۰ کسان میشت دي. د دې کلي انرژي له بیولوژیکي سرچینو څخه تامینیږي. انځورګر په ۲۰۱۲م کال کې د هانا او آلنا دوو خویندو ملتیا کوله او د هغوی ورځنی ژوند یې د کامري په واسطه ثبتاوه.
انځور: Carla Kogelman