1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کاناډا د لومړي وزیر میرمن له کرونا ویروس روغه شوې

۱۳۹۹ فروردین ۱۰, یکشنبه

د کاناډا د لومړي وزیر جستن ترودو میرمن صوفي ګریګویري ترودو چې څه موده وړاندې په کرونا ویروس یا کوید ۱۹ ناروغۍ اخته شوې وه،‌ بیرته روغه شوې ده.‌ ګریګویري د مارچ میاشتې په ۱۲ نیټه په دغه ویروس اخته شوې وه.‌

Kanada Justin Trudeau und seine Frau Sophie Gregoire Trudeau
انځور: Reuters/P. Doyle

د شنبې په ورځ‌ (د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې په ۲۸مه نیټه) د کاناډا د لومړي وزیر میرمنې صوفي ګریګویري ترودو وویل چې په کرونا ویروس تر اخته کیدو وروسته اوس بیرته روغه شوې ده. نوموړې پر خپله فسبوک پاڼه په دې هکله لیکلي:‌ «زه اوس د ډیر ښه توب احساس کوم او د خپل ډاکټر او د اوتاوا د عامې روغتیا د ریاست له لوري د بشپړې روغتيا تصديق مې شوی دی. زه د زړه له تله،‌ له ټولو هغو کسانو مننه کوم چې ماته یې د ښو غوښتنه کړې وه.»

د کاناډا د لومړي وزیر میرمن د روانې مارچ میاشتې په ۱۲مه نیټه وروسته له هغې چې له بریتانیا څخه بیرته کاناډه ته ستنه شوه،‌ په کرونا ویروس اخته شوې وه. د هغې خاوند او د کاناډا لومړي وزیر هم د یوه احتیاطی اقدام په توګه سمدلاسه د ځان د قرنطین کولو پریکړه وکړه.‌

صوفي ګریګویري ترودو همدا راز پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي‌ چې زه په ټینګ باور لرم چې ساینس او حوصله به موږ له دې کړکیچ څخه وباسي.‌ هغې زیاته کړې چې دا په دې معنی ده چې روغتیايي لارښونو ته باید غوږ ونیول شي او هغه عملي شي او د اوس وخت له پاره باید هر څوک په خپلو کورونو کې پاتې شي.‌

تر دې لږ وړاندې،‌ د کاناډا لومړي وزیر رسنیو ته وویل چې که څه هم د قرنطین ۱۴ ورځنۍ موده یې پای ته رسیدلې ده،‌ بیا هم غواړي په کور کې له خپلې کورنۍ سره پاتې شي.‌ جستين ترودو وویل چې «موږ غواړو د روغتیا د برخې د کارپوهانو لارښونوې عملي‌ کړو.‌ د هغه په خبره لکه څرنګه چې هرڅوک باید دا کار وکړي، موږ هم باید په کور کې پاتې شو او د امکان ترحده پورې ځانونه له نورو جلا کړو،‌ او د ډیرې اړتیا پرته بهر ته ولاړ نه شو.‌»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب