د کاناډا يوه ايالت يوه داسي ازمايښتي پروژه پلې کوي چي له مخي به يې، د نشه يې توکو لرونکې، که هغه سخت نشه يې توکې هم ولري، نور به د قانون له مخې ورته سزا نه ورکول کیږي. د دې کار به ګټه ډېره وي که تاوان؟
اعلان
د کاناډا يوه ايالت د يوي داسي ازمايښتي پروژې پلې کول په پام کې لري،چې په راتلونکي کې به د نشه يې توکو لرونکي له قانوني سزا سره نه مخ کيږي.
که څه هم د داسې هيوادونو شمیر کم نه دی چې د نشه يې توکو پر وړاندې لاهم پر سختو بندیزونو تکیه کوي، خو نورو بيا په وروستیو کلونو کې د مخدره توکو، کارکوونکو يا پلورونکو پر وړانډي ډیره لیبرال پالیسي غوره کړې ده.
د بيلګې په توګه، کاناډا په ۲۰۱۸م کال کې د چرسو خرڅلاو او کارول قانوني کړل ترڅو په تور بازار کي يې شتون له منځه ولاړ شي او د مخدره توکو پورې اړوند جرمونه کم کړي.
یوه نوې ازمایښتي پروژه چې په پیل کې تر دریو کلونو پورې محدوده وه، اوس د کاناډا په شمال لوېدیځ ایالت برتانیا کولمبیا کې پیل شوې ده. د روان کال د جنوري مياشتي له ۳۱ راهیسې، تر ۲،۵ ګرام پورې د ځینو سختو مخدره توکو لیږدول نور د سزا ورکولو وړ جرم نه دی.
که تاسې د دې مقدار کوکاین، میتامفیتامین، MDMA یا هیروین، مورفین او فینټینیل سره ونیول شئ، نو ستاسو سره به کوم قانوني چلند نه کيږي، نه به تورن اونه به مو مواد ضبط شي.
د کاناډا د رواني نارغيو او روږدي کیدو وزیرې کارولین بینیټ وویل، «چې هغې د عامې روغتیا او عامه خوندیتوب دواړو اغیزې په ژوره توګه بیا کتلې او په احتیاط سره یې په پام کې نیولي دي. دغه اقدامات به د بدنامۍ کچه راټیټه کړي او برتانوي کولمبیا ته به په لوړه کچه د بحران پای ته رسولو له پاره بله وسیله چمتو کړي.»
د پرتګال په څیر هیوادونو تر دې دمخه، په لږه اندره د غیرې قانوني مخدره توکو ساتلو له پاره، د جرم نه ګڼلو تګ لارې پلي کولو هڅه کړې ده. د کارپوه کاولکینز په وینا، اوریګون د متحده ایالاتو یوازینی ایالت په توګه، د تجربې له مخې، د دې ډول اقداماتو پایلې خورا معمولي دي.
له بلې خوا، دغه نوي تګ لاره په لویه کچه د افيوني موادو په تړاو، د «خوندي اکمالاتو» ماډل بلل کیږي چې په دې وروستیو کې په کاناډا کې په ځینو ځایونو کې هم هڅه شوې ده. د خوندي عرضه کولو معنی دا ده، چې په نشه يې توکو روږدي کسان وکولی شي، د دې پرځای چې په تور بازار کې یې وپیري دولتي درمل ترلاسه کړي - او د خطرناکو موادو یا لوړ او قوي مخدره توکو کارولو څخه ډډه وکړي.
سره له دې حتی بشپړ قانوني کول يې اندیښنې راپورته کوي. د افيوني موادو بحران د ورته درملو د خورا اسانه شتون سره پیل شو. الکول او نیکوتین، چې په ډېرو هیوادونو کې یوازیني قانوني مخدره توکي دي، د روږدي کیدو ډېري ستونزې هم رامنځ ته کوي.
زيات شمير څيړونکي په دې باور دي، هغه څه چې پاتې دي د بشپړ شتون او ټول بندیز منځنې حد دی، کوم کې چې د مثال په توګه، د ځینې موادو ځانګړي مقدار مجازات کول لږترلږه د زیان محدودولو کې مرسته کولی شي.
ډیر کتونکي په يو شي کې سره د نظر يو والې لري: د مخدره توکو پرته نړۍ هیڅکله شتون نه لاره او په احتمال سره به هیڅکله هم شتون ونه لري. د کاناډا اقدامات امکان نه لري چې د غیرقانوني مخدره توکو تولید او سوداګرۍ څرنګوالي باندې ډیر اغيز ولري.
کولکینز وايي، چې د مخدره توکو کارول به احتمالا حتی کم نه شي، ځکه چې دا په حقیقت کې ساده کیږي. مګر لږترلږه اړوند ټولنیز او روغتیايي زیانونه کم کیدلی شي.