1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بايدن دې د پاکستان د حکومت په رسميت پېژندل وځنډوي»

۱۴۰۲ اسفند ۱۱, جمعه

د امریکا د کانګریس ۳۱غړو په یو لیک کې له جمهور رئیس جو بایدن او خارجه وزير انتوني بلینکن څخه غوښتي چې د پاکستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل دې تر هغه وخت وځنډوي چې انتخاباتو کې د شوو مداخلو په هکله شفافې څېړنې نه وي شوي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایدن او خارجه وزیر (منځ کې) انتوني بلینکن ته استول شوی لیک د استازو د مجلس ۳۱ دموکراټو غړو لاسلیک کړی دی
د امریکا جمهور رئیس جو بایدن او خارجه وزیر (منځ کې) انتوني بلینکن ته استول شوی لیک د استازو د مجلس ۳۱ دموکراټو غړو لاسلیک کړی دیانځور: Alex Brandon/AP/picture alliance

دغه ليک د امریکا د استازو د مجلس د ۳۱ دموکراټو غړو له خوا لاسلیک شوی دی. په دې ډله کې د روکهنه او جیمي راسکین په ګډون پنځه مېرمنې پراميلا جیاپال، رشيده طلیب، الهان عمر، کوري بش، باربارا لي هم شاملې دي.

په پاکستان کې انتخابات د فبرورۍ میاشتې په سر کې تر سره شول. د انتخاباتو په ورځ د انترنیت بندول، د انتخاباتو په تړاو د تاوتريخوالو او نیونو پېښې او د نتایجو په اعلان کې د ځنډ رامنځته کېدل، هغه موارد دي چې په رايو کې د درغليو تورونه لګول شوي دي.

امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او اروپايي اتحادیې د پاکستان انتخاباتو په هکله اندېښنه ښوولې او په تړاو ېې د شفافو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د استازو مجلس یو شمېر غړو په دغه لیک کې له بایدن او بلنکین څخه دا هم غوښتي چې پاکستان ته دې ووايي چې د سیاسي ویناوو او فعالیتونو په تړاو نیولي کسان آزاد کړيانځور: Anna Moneymaker/Getty Images

په دغو انتخاباتو کې تر ټولو ډېرې څوکۍ، ۹۳، د عمران خان د ګوند خپلواکو نوماندانو وګټلي، اما دا یو داسې شمېر نه وو چې حکومت پرې جوړ شي. د پاکستان مسلم لیګ- نواز ګوند (PML-N) چې ۷۹ او د پاکستان پيپلز پارټي (PPP) چې ۵۴ څوکۍ ېې ګټلي د یو اېتلافي حکومت پر جوړېدو توافق کړی دی. دغه دوه ګوندونه په ګډه کولی شي په پارلمان کې یو کوچنی اکثریت جوړ کړي، خو اړ به وي چې په ائتلاف کې واړه ګوندونو ته هم مخ ورواړوي.

عمران خان چې دا وخت په زندان کې دی او د هغه ګوند د انتخاباتو پاېلې رد کړي او په هغو کې ېې د پراخو درغليو ادعاوې کوي. 

د امریکا د کانګریس د ۳۱ غړو له خوا د چهارشنبې ورځې په لاسلیک شوي ليک کې د امریکا له ولسمشر جو بایدن او د بهرنیو چارو له وزير انتوني بلینکن څخه غوښتنه شوې چې په پاکستان کې د نوی حکومت په رسمیت پېژندنه دې تر هغه وخت پورې وځنډوي چې په انتخاباتو کې د مداخلې په تړاو روڼ، شفاف او د اعتبار وړ تحقیقات ترسره شوي نه وي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر، عمران خان چې اوس په بند کې دی او د هغه پلویانو د پاکستان د انتخاباتو پایلې رد کړي او وايي چې سترې درغلۍ په کې شوې ديانځور: Rizwan Tabassum/AFP/Getty Images

د کانګریس غړو په دغه لیک کې له بایدن او بلینکن څخه غوښتنه کړې چې «له پاکستاني چارواکو دې وغواړي چې هر هغه څوک چې په سیاسي وینا او فعالیت کې د ښکيلتيا په دلیل نيول شوی وي آزاد کړي او په پاکستان کې د خارجه وزارت چارواکو ته دې دنده وسپارل شي څو په دې تړاو معلومات راټول او د افرادو د خوشي کولو څخه دې ملاتړ وکړي.»

له بایدن او بلینکن څخه په لیک کې دا غوښتنه هم شوې چې پاکستاني چارواکو ته دې روښانه کړل شي که چېرته په دې برخه کې لازم اقدامات نه ترسره کيږي، په هغه صورت کې به واشنګټن د اسلام آباد سره د پوځي او نورو همکاريو په ډگر کې له فشار څخه کار واخلي.

 (Reuters)mks/aa/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل