د کاپيسا والي له دندې گوښه شو
۱۳۸۶ تیر ۲۵, دوشنبهاعلان
د ملکي وگړو په وينا د کاپيسا والي عبدالستار مراد په خلکو کې نفاق راولي، کار يې بې گټې پاتې شوی او نوموړي حتی نړيوال ځواکونه دې ته هڅولي دي چې په عامو وگړو باندې بريدونه وکړي. خو ښاغلی مراد غبرگوي چې د ده د گوښه کولو لامل هغه مرکه کېدای شي چې ده له »نيوزويک« اونيزې سره کړې وه. په دغه مرکه کې ده د افغانستان پر دولت باندې نيوکې کړې وې او ويلي يې وو چې د واکمنۍ تشه په لېرې پرتو سيمو کې د طالبانو او جنايتکارانو له خوا ډکه شوې ده. د ښاغلي مراد په وينا په هېواد کې داسې مشري نه ده رامنځ ته شوې چې کولای شي خلک په ځان باندې راټول او ملي يو والی ټينگ کړي. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کاپيسا د والي له دندې څخه د گوښه کولو پرېکړه تر مرکې وړاندې لا شوې وه او نوموړي يوازې په همدې خاطر رسنيو ته دا ډول »له حقيقته لېرې« څرگندونې کړې وې.