د کجکي پر بند دوهم توربين ولي نه ايښوول کيږي؟
۱۳۹۰ مرداد ۴, سهشنبهدوه کاله د مخه داسي آوازه وه چي ډير ژر به د کجکي دوهم توربين فعاله او ټولي سيمي ته به بريښنا ورکړي.
په هغه وخت کي دوهم تربين د يو ستر پوځي کاروان په ملتيا د کجکي ولسوالۍ د اوبو بند ته ورسول سو. خو د ځينو نا معلومو دلايلو له مخه يې د ايښوولو کار وځنډيدی.
پنځه کاله وړاندي د امریکا د متحده ايالاتو پراختيايي ادارې د کجکي د بريښنا د توليد د زياتولي په خاطر د بريښنا وزارت ته يوسل او اتيا ميليونه امريکايي ډالره ورکړي وو خو تراوسه يې لا د کجکي د بريښنا پربند دوهم توربين نه دی ايښوول سوی.
اوس د افغانستان د اوبو او بريښنا وزير وايي چي په کجکي ولسوالۍ کي جراب امنيت ددې پروژې د ترسره کيدو مخه نيولې. په داسي حال کي چي يو توربين فعاله دی او هيڅ څوک يې د له منځه وړلو هڅي نه کوي.
وزير څو ورځي وړاندي په هلمند کي ويلي، چي ډير ژر به د گرشک ولسوالۍ د برښنا د فابريکې د ترميم کار پيل سي.
که څه هم چي د لښکرګاه بريښنا تر پخوا سمه سوې، خو د کجکي څخه لښکرګاه ته د بريښنا غځېدلي مزي هره ورځ شليږي، چي له امله يې په ساعتو پر ښار بريښنا بنديږي.
ويل کيږي چي د کجکي لښکرگاه او کجکي کندهار تر منځ مزي هره ورځ د دولت د مخالفيو له خوا ويشتل کيږي. خو کارپوهان په دې نظر دي چي دا مزي د دولت د مخالفينو له خوا نه، بلکي د ډير مصرف له کبله په خپله شليږي.
د هغوی په خبره دغه مزي هغه توان نه لري، چي استفاده ځني کيږي. دا په داسي حال کي ده چي ددغه شبکې د تريم دپاره د وړ مزو دپاره څو ځله مرستي سوي.
مجتبي محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل