1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د کراچۍ له بندره د افغانستان د تجارتي توکو ترانزیت ځنډول شوی

پروانه علی زاده | ژباړونکې: گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ مهر ۲۴, پنجشنبه

د طالبانو د ادارې او پاکستان د حکومت ترمنځ له سرحدي نښتو وروسته، دغه هیواد د کراچۍ له بندره د افغانستان د تجارتي بارونو د ترانزیت د ځنډولو امر ورکړی دی.

پاکستان د په وچه کې راگیر افغانستان له پاره یو مهم ترانزیتي او تجارتي سیمه بلل کیږي.
آرشیف: د پاکستان په پیښور ښار کې د تورخم لار؛ باوړونکي موټر د تیریدو په تمه ديانځور: Faridullah Khan/DW

د پاکستان رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د پاکستان د عوایدو فدرالي بورډ (اف بي آر) د کراچۍ له بندره د افغانستان د تجارتي مالونو ترانزیت ځنډولی دی.

د افغانستان او پاکستان د تجارت له گډې خونې څخه خان جان الکوزي، ډویچه ویله ته وویل، لکه څنگه چې سرحدي لارې تړلي دي، پاکستان امر کړی دی چې د کراچۍ  په بندر کې د افغانستان د ترانزيت د کارگو بارول دي په ټپه ودرول سي او هغه توکي چې په کانټینرونو کې بار سوي وو،هم بايد بيرته له کانتینرونو کوز کړل سي.

اړوند:د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدونو بند پاتې کیدو انديښنه

د پاکستان د «جیو نیوز» رسنۍ لیکلي دي چې دغه تصمیم د کراچۍ د گمرک د ترانزیتي تجارت د ادارې په مرکزي دفتر کې په یوې غونډه کې نیول سوی دی. د گمرک د عمومي امر له مخې، له دغه بندره د افغانستان ترانزیتي تجارت تر نامعلومه وخته ځنډول سوی دی، ځکه چې په کوټه او پیښور کې گمرکي مرکزونه د اضافي کانتینرونو د ځای پر ځای کولو له پاره ظرفیت نه لري.

د طالبانو او پاکستان تر منځ نښتو کې د سوداګرۍ زیانمنېدل

03:16

This browser does not support the video element.

دغې رسنۍ زیاته کړې ده چې همدارنگه ټولو ترمینلونو ته امر سوی دی چې هغه کانتینرونه چې مخکې د افغانستان د ټرانزیټي توکو له پاره په موټرونو  کې بار سوي وو، تخلیه کړي او د افغانستان د ټرانزیټي توکو ټول جوازونه لغوه کړي او ترانسپورت په ټپه ودروي.

د «دیجیتال ۲۴» سایت په یوه رپوټ کې لیکلي دي چې ددغه امر له مخې د افغانستان د بارونو له پاره د کراچۍ د بندر او قاسم د بندر ټول جوازونه متوقف سوي دي. د نوموړې رسنۍ د رپوټ له مخې، له دغه امر وروسته، د بندر ټولو ترمینلونو، د کراچۍ بندر په ټولو ټرمینلونو کې هغه کانتینرونه بېرته له ګاډو کوز کړل شوي، چې له مخکې پکې بار شوي وو.

د موټروانانو او تجارانو اندیښنې او سرگرداني

له وروستیو نښتو وروسته چې د روانې اونۍ له شنبې ورځې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځته سوې، د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحدونه بند سوي دي. په سلونو باروړونکي موټر په سرحدونو کې بند پاته دي او موټروانان د سرحدونو د بیا پرانیستلو په هیله دي. یو شمیر خلک هم د پولو پر دواړو خواوو سرگردانه دي.

پاکستان د په وچه کې راگیر افغانستان له پاره یو مهم ترانزیتي او تجارتي سیمه بلل کیږي.د سرحدونو تړل کیدل او د ترانزیتي لارو بندیدو دغه هیواد ته ځینې اندیښنې راپارولې دي.

سپین بولدک کې جګړې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

01:38

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل