1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کراچۍ ښار یو مارکيټ په اورلګېدنې کې ۱۱ تنه وژل شوي

۱۴۰۲ آذر ۴, شنبه

پاکستاني چارواکي وايي د شنبې په ورځ د کراچۍ ښار په یو سوداګريز مارکيټ کې اورلګېدنه شوې چې لږ تر لږه ۱۱ کسان په کې وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. تر اورلګېدنې مخکې په ساختمان کې شاخوا ۶۰ کسان موجود ول.

کراچۍ، پاکستان - د آرشیف انځور
کراچۍ، پاکستان - د آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/A. Hassan

د چهيپا رفاهي ټولنه چې د ژغورنې په برخه کې کار کوي، ویاند ېې شاهد حسين وويل: «زموږ ژغورونکو تر اوسه د ۱۱ کسانو مړي روغتون ته انتقال کړي دي.»

حسین زیاته کړه چې ۳۵ تنه نور ټپیان شوي چې له ډلې ېې د ۷ تنو وضعیت د اندېښنې وړ دی. هغه زیاته کړه: «لږ تر لږه ۴۰ کسان ژغورل شوي دي.»

د روغتيا د ايالتي وزير وياند شبیر علي هم په دغه پېښه کې د مرګ ژوبلې یاد ارقام تائيد کړي دي.

شاهد حسین وويل چې اورلګېدنه د یو برقي جنراتور چې سرکيټ ېې شارټي درلوده، له کبله رامنځ ته او د ساختمان په دوو پوړونو کې خپره شوه.

د پاکستان په ساختمانونو کې د ضعیفو محافظتي او امنيتی مقرراتو له کبله په پر له پسې توګه د اورلګېدنو پېښې رامنځ ته کيږي. په ۲۰۱۲م کال د کراچۍ ختيځ لور ته پرتې بلدیه ټاون سیمه کې د پوشاکو په یوه کارخانه کې اورلګېدنه کې لږ تر لږه ۲۵۰ کارګر وژل شوي ول.

د ساختمانۍ په ضعیفو معیارونو جوړ ساختمانونه هغه بېړنۍ لارې او زيني چې انسانان ورڅخه د اورلګېدنې او نورو عاجلو حالاتو کې د تېښتې یا وتلو په موخه کار اخلي، نه لري يا د کار اخيستنې وړ نه وي.

(AFP)mks/aa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب