1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کروناو ویروس واکسین څومره ژر جوړیدلای سي؟

۱۳۹۸ اسفند ۵, دوشنبه

د کرونا ویروس په پراخیدو سره د بایو تکنالوژي شرکتونو او تحقیقاتي انستیتوتونو ترمنځ د هغه د واکسین جوړولو پر سر په ټوله نړۍ کي رقابتونه پیل سوي دي. خو څوک به یې لومړی جوړ کړي او په څومره وخت کي؟

Deutschland Forschung Coronavirus
انځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert

د کرونا نوي ویروس پراخیدو ته په کتو سره دا د پوښتنې وړ خبره ده، چي آیا ژر د دغه ویروس د شیوع مخنیوی کیدای سي که نه. په دې دلیل هم د هغه له پاره د یوه واکسین  جوړول ډیر مهم ګڼل کیږي.

لکه څنگه چي په ژنیو کي د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) رئیس تیدروس ادهانوم، وویل، د همدې ۲۰۲۰ م کال د فبرورۍ میاشتي په نیمايي کي ۴۰۰  ساینس پوهان په ژنیو کي د یوه کنفرانس پرمهال پردې باندي سره متفق سول، چي د واکسین جوړولو کار ته سرعت ورکړي. دا هم پداسي حال کي ده، چي په ډیرو نورو هیوادونو کي په اوس وخت کي د کرونا ویروس پرضد د واکسین د جوړولو کارونه روان دي. خو هغه به څومره ژر د استفادې وړ وگرځي؟

انځور: picture-alliance/dpa/Center of Disease Control

د مونشن د لودویګ مکسیمیلن پوهنتون څخه ویروس پیژندونکی گېرد سوټر وايي: «زه په مجموع کي ډاډه یم، چي موږ به په همدې کال کي لا یو تجربوي واکسین جوړ کړو.» داچي هغه به څه وخت او چیري پر انسانانو باندي امتحان سي، دا بیا یوه بله موضوع ده. د گیرد په خبره «د کرونا ویروس پرضد د یوه واکسین جوړول یوه ستومانه کونکې او تکلیفي پروسه ده، خصوصأ د واکسین د جواز اخیستل او پر یوه تجربوي کاندید شخص باندي د واکسین امتحانول.»

انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst

په عمومي ډول د یوه نوي واکسین د جوړولو له پاره ۱۵ کاله په کار دي. مثلأ د میرس –ویروس له پاره، چي په ۲۰۱۲ م کال کي په عربي نیمه جزیره کي راپیدا سو او د کرونا ویروس په خاندان پوري اړه لري، یوازي په همدا ۲۰۱۸ م کال کي یې واکسین تجربه سو.

خو سربیره پردې د ټولي نړۍ ساینس پوهانو اعلان کړی دی چي د کرونا CoV-2 ویروس له پاره به ژر واکسین جوړوي. دوی تر ټولو ډیر پربایو تکنالوژیکي پروسو باندې تکیه کوي، کوم چي د واکسین جوړولو موده راکموي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب