1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا بحران؛ نړیوال بانک افغانستان ته سل میلیونه ډالر ورکوي

۱۳۹۹ فروردین ۱۵, جمعه

نړیوال بانک د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په ګډون له یو شمیر غریبو هیوادونو سره د کرونا ویروس پر وړاندې د مقابلې په هدف ۱،۹ میلیارده ډالر مرستې تصویب کړي دي. ‌له دې پیسو څخه یې ۱۰۰ میلیونه افغانستان ته ورکول کیږي.

USA Wirtschaft Washington DC Zentrale der Weltbank Gebäude Logo
انځور: ullstein bild - Fotoagentur imo

پر افغانستان سربیره هند، ‌پاکستان، ‌سریلانکا او ایتوپیا ته هم دغه مرستې ورکول کیږي. ‌ټر ټولو ډیره مرسته له هندوستان سره ده چې یو میلیارد ډالرو ته رسیږي.

نړیوال بانک بیا پاکستان ته ۲۰۰،‌ سریلانکا ته ۱۲۹، افغانستان ته ۱۰۰ او ایتوپیا ته ۸۳ میلیونه ډالر ورکوي.

د نړیوال بانک مشر دیوید مالپس، ‌ویلي دي چې سازمان یې په دې هدف په راتلونکو ۱۵ میاشتو کې تر۱۶۰ میلیاردو ډالرو مرستې چمتو کولی شي.‌ د نړیوال بانک چارواکو ویلي دي چې هیوادونه به دغه مرستې د دې سازمان په مرسته د روغتیايي توکو لکه ماسکونو او تنفس آلو د رانیولو په هدف وکاروي. ‌په لومړي ‌پړاو کې د ۲۵ هیوادونو تر ملاتړ وروسته به نړیوال بانک سمدسي له نورو ۴۰ هیوادونو سره هم مرسته وکړي.

پر دې سربیره د نړیوال بانک مشر ويلي دي چې هغه او د پیسو د نړیوال صندوق مشر د G20 له غړو هیوادون څخه غوښتي دي چې د هغې طرحې ملاتړ وکړي‌ چې له مخې به یې هیوادونه د ۱۴ میاشتو له پاره د خپلو پورونو قسطونه نه ورکوي. په دې ترتیب به نو دغه هیوادونه په راتلونکې کال کې ټول ټال شاوخوا ۱۴ میلیارده ډالر ولري چې د کورونا پر ضد مبارزه کې یې وکاروي.

د نړیوال بانک مشر روښانه کړې ده چې د دې طرحې په اړه یې د امریکايي ولسمشر دونالد ترمپ‌، په ګډون د پر مختللو هیوادونو له ځينو مشرانو سره خبرې کړې دي او هیله لري ‌چې د اپریل میاشتې پر ۱۷مې نیټه په راتلونکې جوړیدونکې غونډه کې پر توافق وشي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب