1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا درمل: پر بيزوګانو ازموينو مثبتي پايلي لرلي

۱۳۹۹ فروردین ۳۱, یکشنبه

په ټوله نړۍ کي د نوې کرونا يا کوويډ-۱۹ ناروغۍ له کبله ډير شمیر کسان مړه سوي دي او دغه لړۍ لا هم ادامه لري. اوس مهال د امريکا متحده ايالاتو تر څنګ، په زياتو هيوادونو کي د کرونا ضد درملو جوړولو هڅې ادامه لري.

BdTD beginnende Studie mit Remdesivir in Hamburg
انځور: picture-alliance/dpa/U. Perrey

د امریکا په متحده ايالاتو کي د کرونا (کويد ۱۹) ويروس د علاج له پاره ازمويښتي درمل جوړ کړل سوي دي. د دغو درملو ازموينو پر هغو بيزوګانو پېل کړل سوې ده چي تر مخه د کرونا په ويروس اخته کړل سوي وې. د لومړيو پايلو له مخي دغه درملو په کرونا د اخته بيزوګانو له پاره مثبتي پايلي لرلي دي او دا چي دغه بيزوګانې په رغېدو دي.

د ملي روغتيا له پاره د امريکا د متحده ايالاتو انستيتيوت په يوه رسنيزه اعلاميه کي ويلي چي دغه درمل يې د (Remdesivir) په نوم موادو پر بنياد جوړ کړي دي چي پر بيزوګانو يې اغېزې مثبتې او حوصله ورکوونکي دي.

ياد مواد چي اېبولا او ماربورګر ويروسونو د مخنيوي له پاره ازمويل سوي، لا تر اوسه د درملو په توګه په بازار کي د خرڅلاؤ له پاره د وړاندي کېدو جواز نه لري.

ياد امريکايي انستيتيوت ويلي چي په کرونا و اخته بيزوګانو ته د يادو ازمويښتي درملو د ورکول کېدو وروسته د هغوی په روغتيايي وضعيت کي بهتري راغلې. په دې ترڅ کي د کرونا ويروس له کبله د هغوی سږي هم بهتره سوي دي. پر دغه درملو ازموينې لا ادامه لري.

ياد مواد لا د درمل په توګه په بازار کي د خرڅلاو اجازه نه لري انځور: Reuters/Antara Foto/H. Mubarak

ياد درمل چي لا تر اوسه په رسمي توګه د خرڅلاو اجازه نه لري، په روغتونونو کي پر داخلو د کرونا پر يو شمېر مريضانو هم ازمويل سوي دي. دغه درمل چي کله بدن ته داخل سي نو د ويروس د له منځه وړلو هڅه کوي.

د ياد انستيتيوت په خبرپاڼه کي راغلي چي شپږو په کرونا کويد ۱۹ اخته بيزوګانو ته دغه درمل د رګونو له لاري ورکول سول. زياته سوې چي د درمل د مقدار د زياتولو وروسته د دغو بيزوګانو په سږو کي بهتري راغله او د يوې اونۍ په جريان کي په مجموعي توګه د هغوی ناروغي د کمېدو پر لور روانه سوه.

ياد درمل د امريکا د متحده ايالاتو د جيليډ سائنسز بائيو فارماسيوټيکل طبي تحقيقي ادارې د هڅو پايله ده. د دغې ادارې مقر په کاليفورنيا کي دی چي د تجارت له پاره درمل جوړوي.

کرسټي پليډسن/ا.و.ا./م.ک.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب