په روسیې او ایټالیا کي روغتیايي چارواکي غواړي د انتي باډي او معافیت ډله ایز تيست له لاري په کووید ۱۹ باندي اخته نا معلوم کسان تثبیت کړي. خو دغه ډول ټِست څنګه تر سره کیږي او کومي ګټي لري؟
اعلان
په روسیه کي له اونیو راهیسي سخت محدودیتونه وضعه سوي. خو بیا هم د کرونا د نوو پیښو شمیر مخ پر ډیریدو دی. یوازي د تیري شنبې په ورځ چارواکو تر ۹۴۰۰ اضافه نوي پیښي ثبت کړي دي.
اوس به نو د ډله ایزي انتي باډي تيست له لاري، ددغي ناروغۍ پروسه لا ښه تر نظر لاندي ونیول سي. ایټالیا هم دغه ډول تيستونه ترسره کوي ترڅو په کووید ۱۹ باندي د اخته کسانو حقیقي تعداد معلوم کړي.
د «ELISA» په نامه تيست له لاري به دا معلومه سي چي چا د کرونا مریضي تیره کړې ده. په دې ډول به تر آزمویني لاندي کسان خپله یو څه وینه ورکوي تر څو په لابراتوار کي هغه تيست سي. دغه ډول تيست به دا وښيی چي آیا په بدن کي د IgM او IgG په نامه خاصه انتي باډي موجود ه ده چي د دغه ویروس په وړاندي انتي باډي رامنځته کړې. که داسي وي نو د تيست کولو پر وخت د وینو رنګ تغییر کوي.
دا باید معلومه سي چي څوک معافیت لري
د معافیت د دغه ډله ایز تيست له لاري به دا معلومه سي چي د چا په بدن کي د کرونا د ویروس په مقابل کي انتي باډي جوړه سوې ده. په هغو کي به داسي اخته کسان هم معلوم سي چي د سږي د ناورغۍ هیڅ او یا هم ډیري کمي علامې یې په بدن کي احساس کړي او په دې نه پوهیږي چي بدن یې معافیت لري او که څنګه.
هغه کسان چي معافیت لري، نو وینه به یې په کووید ۱۹ باندي اخته کسانو له پاره مناسبه وي او هغه هم په داسي حال کي چي په خپله په کرونا باندي د دوهم ځلي اخته کیدو خطر سره ډیر لږ مخامخ وي.
ځیني ناڅرګندتیاوي
د معافیت ډیر تيستونه ۹۹ فیصده اطمیناني دي. که څه هم دا ډیر ښکاري خو بیا هم په دې برخه کي مشکلات رامنځته کیږي. ۹۹ فیصده ډاډمنتیا په دې معنی ده چي تر تيست لاندي کسانو یو فیصد ښايي د کرونا په اوسني ویروس اخته سوی نه وي، بلکه د کرونا د ویروس په نورو ډولونو باندي.
که داسي فرض کړو چي دا ډول تيست په داسي یوه هیواد کي ترسره سي چي۵۰ سلنه خلک یې په کرونا اخته سوي، بیا به نو ښايي له ۵۰ ازمویل سوو کسانو څخه یوازي د یوه تن د تيست نتیجه غلطه وي. او که له زرو کسانو څخه یو تن اخته سوی وي نو له لسو اخته کسانو څخه به د نهو کسانو تيست غلط وي. په دې ترڅ کي د انتي باډي د آزمویني ځیني لابراتوارونه اعلانونه کوي چي د هغوی تيستونه تقریباً سل فیصده نتیجه معلومولای سي.
د جانس هاپکینز پوهنتون په حواله، روسیې د ۲۰۲۰ کال د می پر ۲۶ مه، شاوخوا ۳۵۰ زره ثبت سوي، اخته کسان درلودل. خو په تقریبأ ۱۵۰ میلیونه نفوسو کي بیا دغه ډول ناقص تيستونه هم رول لري.
خو بیا به هم دا یو معقول کار وي چي د امکان تر حده ډیر کسان تر تيستونو لاندي ونیول سي تر څو معلومه سي چي په دغه ویروس باندي د نامعلومو کسانو شمیر څومره دی.
زموږ له آرشیف څخه:
کرونا ته ولي د کرونا نوم ورکول سوی؟ ـ انځوريز البوم
په نړۍ کي روانه ويروسي ناروغي په اصل کي کوم نوم لري؟ کرونا نوم له کومه سوی؟ دغه او د روان بحران سره تړاو لرونکو نورو مهمو لغتونو په تړاو معلومات دلته ولولئ:
انځور: picture-alliance/CDC
کرونا څه معنی لري؟
کرونا يا کورونا د ويروسونو يوه کورنۍ يا ډول دی چي له ۱۹۶۰مو کالونو راهيسي پېژندل سوې ده. د کرونا لغت په زړې يوناني ژبي د لغت (κορώνη (korōnē) ) کي خپلي ريښې لري او د تاج يا ګېډۍ معنی ورکوي. د ويروسونو دغې کورنۍ ته د کرونا نوم ځکه ورکول سوی ولي چي کله چي تر اليکترونيکي مايکروسکوپ لاندي وکتل سي، نو د دغه ويروس شکل ګېډۍ ته ورته معلوميږي ځکه چي ورباندي يو ډول ښاخونه شاوخوا چاپېر وي.
د ويروسونو د نومولو وظيفه د روغتيا د نړيوال سازمان (WHO) په غاړه وي. خو دغه علمي نومونه د ځانګړو اصولو له مخي ايښودل کيږي او په اصل کي ډېر اوږده وي او له دې کبله يې عام خلک لنډيزونه کاروي. لکه د روانې وبا له پاره د مسؤل ويروس بشپړه نوم داسي دی: (Severe Acute Respiratory Syndrome Coronavirus 2)
انځور: picture-alliance/dpa/S. Di Nolfi
ايا پر ويروسونو د موندونکي يا بل انسان نوم ايښودل کيدلای سي؟
پر ويروسونو د نوم ايښولو کار د ځانګړي مسلکي لاري يا پروتوکول له مخي داسي ايښودل کيږي چي واحد او منفرد وي. له دغو نومونو څخه د ويروسونو اصلي ټبر، څانګي او لا نور معلومات څرګنديږي او په دقيقه توګه يې له نوم څخه نژدې ټول اړين معلومات لوستل کيدلای سي. پر ويروسونو د انسانانو، قومونو، حيواناتو يا ورته نورو څيزونو نومونه نه سي ايښودل کيدلای.
انځور: Reuters/NEXU Science Communication
د روانې وبا د مسؤل ويروس اصلي نوم څه دی؟
هغه ويروس چي دمګړی ورڅخه د وبا بحران رامنځ ته سوی، په لومړي سر کي ورته «د کرونا نوي ويروس» خطاب کېده. خو اوس د روغتيا نړيوال سازمان دغه ويروس ته د «سارس کوف ۲» يا (Sars-CoV-2) نوم ورکړی دی. کوف (CoV) معنی د کرونا ويروس او سارس (severe acute respiratory syndrome) هغه ويروس ؤ چي لومړی په ۲۰۰۲ د سږو او تنفس د لارو د ناروغۍ د او سلهاؤ انسانانو د مړيني د سبب په توګه رابرسېره سو.
انځور: Imago Images/Chromorange/K. Niehaus
په پښتو کي کرونا او که کورونا وليکو؟
عموما په يوه ژبه کي پردی نوم د امکان تر حده هغسي ليکل کيږي چي تلفظ يې اصلي ژبي ته ورته وي. دا چي د انګريزي لغت (Corona) دوه ځله په «و» ږغ تلفظ کيږي نو په پښتو کي هم بايد اصلا «کورونا» وليکل سي. خو دا چي دمګړی د «کرونا» لغت عام سوی، او د ژبپوهنې اصول وايي چي هغه بڼه چي زياته مروجه وي بايد وليکل سي، نو زياتي پښتو رسنۍ او نور ليکونکي د کورونا پر ځای «کرونا» ليکي.