د کرونا د بحران پروخت جرمني ته لږ پناه غوښتونکي راغلي دي
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۱, یکشنبهد «بلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې لیکلي دي چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې(Bamf) ته د پناه غوښتنې ۲۹۱۳۲ غوښتنلیکونه وړاندې شوي دي، چې دا د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹ سلنه کموالی ښيې.
د دغه رپوټ پر بنسټ د روان کال په اپریل میاشت کې ۴۱۰۰ د پناه غوښتنې عریضې ورکړي دي چې دا رقم د تیر کال په همدې میاشت کې تر دې دوه برابره هم لوړ وو.
د دغه رپوټ پر بنسټ اکثره دغه پناه غوښتونکي له سوریي، افغانستان او عراق هیوادونو څخه آلمان ته راغلي دي.
همدارنګه په دې وروستیو وختونو کې د اروپا اتحادیي هم د پناه غوښتونکو په شمیر کې د پام وړ کموالي خبر ورکړی دی. د پناه غوښتونې په چارو کې د اروپا د اتحادیي دفترEaso په حواله په مارچ میاشت کې د فبرورۍ په پرتله د دغې اتحادیي په غړو هیوادونو کې ۴۳ سلنه لږ د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت شوی دي.
آژانسونه: ش.ن/ ق.ن