1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د کرونا د بحران پروخت د مکسیکو مافیايي ډلې

۱۳۹۹ فروردین ۱۸, دوشنبه

کرونا د مخدره موادو د قاچاقبرانو کارونه او فعالیتونه هم ګډوډ کړي دي. تړلي سرحدونه او محدود هوايي پروازونه بیا د مخدره موادو د قیمت د لوړیدو، د رقیبو مافییاي ډلو ترمنځ د جنګو، غلاوو او چور او چپاول د ډیریدو سبب سوي دي.

Mexiko Tepito Markt in Mexiko City
انځور: Reuters/G. Graf

مکسیکویان وايي، چي داسي شی به نه وي، چي د »تپیتو« په بازار کي دي پیدا نسي. په دغه بازار کي د مشهورو مارکو/براندونو کالي، ټلویزونونه، د ساعت تیري وسایل، عینکي، ډرون یا بې پیلوټه الوتکي، موبایل تلیفونونه او نور شیان عرضه کیږي.

په دوکانو او مغازو کي دغه ټوله شیان د مافیایي ډلو لخوا کنټرولیږي. دغه ډلې خپل ځان د تپیتو اتحاد بولي، چي په اوس وخت کي د دغه بازار ټوله اختیار لري .

څوک چي په تپیتو کي سودا کوي، باید د هغه باج ورکړي. یوازي د همدغه باج اخیستلو د لاري هره اوونئ د دغو ډلو جیبو ته په سلهاوو زره پيسو)د مکسیکو پولي واحد( لویږي.

اوس د کرونا د بحران پر وخت دغه بازار ته لږ مالونه رسیږي او د چین څخه ورته د دوو میاشتو راهیسي نور اموال نه دي رسېدليي. ددغه بازار یوه دوکاندار، ادسون ناوارو »تلویسا« ټلیوزون ته وویل، »څنګه چي د چین سره پروازونه متوقف سوي دي، نو موږ نور ډیرمالونه نلرو او دغه خلأ باید د داخلي تولیداتو او امریکا څخه پوره کړو. «

خو بیا هم په دغه بازار کي فروشات نیمايی ته راکښته سوي دي، ځکه چي مافیايي ډلي خپل باج اخیستلو ته ادامه ورکوي. پدې سره د دوکاندارانو له پاره فضأ ډیره تنګه سوې ده. هغه څوک چي نه غواړي باج ورکړي، دغه مافيايي ډلې یې په تښتولو باندي لاس پوري کوي.

د رسنیو په حواله د تاجرانو او دوکاندارانو یو ګروپ اوس د مکسیکو د ملي ګاډ لخوا د حفاظت او حمایې غوښتنه کړې ده.

د بلي خوا څنګه چي ډیر پروازونه لغوه سوي او د جنوبي امریکا هوايي لاري خالي دي، نو د امنیتي قواوو د رادارونو له پاره په مخدره موادو بار طیارې په اسانۍ سره معلومیږي او کشفیږي. داسي چي څو ورځي دمخه یوه طیاره چي د امبولانس طیارې په نامه یې د کولمبیا څخه پرواز کړی ؤ، په هندوراس کي ګیر سوله.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب