د کرونا د بحران پر وخت په اسيا کي د اديانو رول
۱۳۹۹ مرداد ۳۰, پنجشنبهجنوبي کوريا له کرونا پاڼدمۍ سره په مبارزه کي د يوه نمونه هيواد حيثيت درلود. د کرونا ويروس د لمړني شيوع پر وخت دغه هيواد هغه ډير ښه تر کنټرول لاندي راوستلی وو. خو د دوهمي څپې پر مهال په کرونا ويروس د اخته کيدونکو کسانو تعداد پکښي سخت لوړ سوی دی.
د هغه ملامتي پر پروتستانتي کليسا سارانګ جيل باندي ورلويږي. د دغه هيواد د عامي روغتيا مرستيال وزير، کيم ګنګليپ د اګست مياشتي په نيمايي کي د کوريا خبري آژانس ته وويل، چي «د دغي کليسا ۳۴۰۰ غړي قرنطين سوي دي او د ۲۰۰۰ کسانو تست سوی دی.» په خبره يې په هغوی کي د«۳۱۲ تنو تست مثبت وو، معني دا چي په کرونا اخته سوي دي. په۱۶،۱ فيصد سره دا تر ټولو لوړ په کرونا د اخته کيدو ارقام دي.»
جنوبي کوريايان د سارانګ جيل پر کليسا باندي په قهر دي، د کوم روحاني رهبر، جون کوانګ هون چي د يوې غونډي پرمهال خلګو ته ويلي وه، «مريضان به په دغه غونډه کي په خپل اشتراک سره جوړ سي.» تر ۲۰۰۰۰۰ اضافه جنوبي کوريايانو اوس د هغه د بندي کيدو غوښتنه کړې ده.
د اګست مياشتي په سر کي د عيسوي فرقې شينشونجي مشر، لي منهي د کرونا ويروس سره په مبارزه کي د خنډونو رامنځته کولو په خاطر بندي سو. دغه فرقه د همدې عيسوي کال په فبرورۍ مياشت کي د کرونا ويروس د ۵۰۰۰ پيښو په درلودلو سره د جنوبي کوريا د توجه په مرکز کي راغلې وه. لي، کرونا فقط د «شيطان کار» بللی وو، چي غواړي په دې وسيلې سره د شينشونجي مخه ونيسي.
په اسيا کي اديان په تکرار سره د کرونا ويروس په شيوع کي مسئوليت لري. په پاکستان، هندوستان او ماليزيا کي د کال په سر کي د اسلامي تبليغي سازمان، تبليغ جماعت له خوا داير سوي ډله ايز اجتماعات د کرونا ويروس د سخت شيوع سبب وګرځيدل.
په کمبوچيا او يا بروني کي بين المللي غونډو دايرول هم د کرونا د شيوع سبب وګرځيدله.
خو داسي مذهبي سازمانونه هم سته چي په اسلامي، بودايي او يا عيسوي هيوادو کي د کرونا پانډمۍ سره کومک کوي، لکه عيسوي خيريه سازمان، کاريتاس. دغه سازمان مثلأ په فليپين کي د کرونا ويروس او قرنطين په باب د معلوماتو يو مرکز خلاص کړی دی.
په همدې حال کي د مانيلا اسقف برودريک پابيلو د همدې اوونۍ په سر کي د کرونا مريضانو سره د تعصب څخه خبرداری ورکړ. پابيلو چي همدا تازه پخپله د کرونا څخه جوړ سوی دی، کرونا يې «د عيسي(ع) په زمانه کي د ليپرا سره مقايسه کړل.» په دواړو حالاتو کي اخته سوي کسان د يوه نامعلوم شي څخه د بيري په دليل د خپلو دوستانو او فاميلو له خوا منزوي سوي، نه يې غوښتل او يا نه غواړي ارتباط ورسره ولري.
پابلو وايي چي «موږ طبي تدابير مراعتوو، خو په عوض ددې چي په کرونا اخته سوو کسانو څخه وبيريږو، بايد موږ هغوی ته دا احساس ورکړو چي د مذهب او کليسا لخوا نه توهنيږي او په سپکه سترګه نه ورته کتل کيږي.»
په کراره کراره سره د کرونا ويروس اجتماعي او اقتصادي عواقب هم ښکاره کيږي. په اسيايي هيوادونو کي په ميليونونو انسانانو د کرونا د قيوداتو په سبب خپل کارونه او عايدات له لاسه ورکړل. په همدې دليل ډيري مذهبي ټولني ددولت او مړو اشخاصو څخه غوښتنه کوي چي په اصطلاح کرونا ځپلو او غريبانو سره کومک وکړي او لاس نيوي يې وکړي. دغه ډول فعاليتونه نه يوازي، په هندوستان او اندونيزيا کي دوام لري، بلکي په پاکستان او نورو اسلامي هيوادو کي هم.
کله چي د اګست مياشتي په نيمايي کي په پاکستان کي بيرته مسجدونه او کليساوي خلاصي سوې، د لاهور د کاتوليکي کليسا اسقف سباستيان شاو مسلمانانو او سکانو ته په خطاب کي وويل: «موږ ټوله سره وروڼه يوو، کوم چي پر مختلفو اديانو باندي سره تقسيم يوو. موږ د سولي طرفدران يوو او په متقابل ډول سره د ټولو اديانو د عبادت ځايونه څخه ليدنه کوو. موږ د کرونا پانډمۍ په سخت وخت کي سره متحد يوو.»