1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا د دوهمې څپې د پراخوالي شدت په څه کي دی؟

۱۳۹۹ آبان ۱۰, شنبه

د کرونا د پاندیمي د دوهمې څپې پراخوالي او هغه هم په دومره چټکۍ سره، کارپوهان هم حیران کړي. د هغه علت تر اوسه نامعلوم دی. خو پلټونکي وایي چي د ویروس پر نوو ډولونو سربیره، د هوا له لاري انتقال هم مهم نقش لوبوي.

Symbolfoto Coronavirus
انځور: picture-alliance/Geisler-Fotopress

ځینو کارپوهانو همدا څو اونۍ مخکې لا گومان کاوه چي د کرونا دوهمه څپه به په ډیرې چټکۍ او شدت سره ټوله اروپا ونیسي اودا چي د نوو اخته کسانو رسمي شمیرې به په مني کې یو وار بیا دومره ډیرې سي، په عمومي سطحه یې انتظار کیده. اول دا چي د کال د لومړیو وختونو په پرتله ډیر ټِستونه کیږي او دوهم دا چي هغه پیښې هم پکښي زیاتي سوي چی کرونا علایم یې نه درلودل.
خو د نوو اخته کسانو د شمیر لوړ رقم او همدارنگه په روغتون کې د زیات شمیر ناروغانو بستري کیدل او په خپله د ناروغۍ شدت د لومړۍ څپې په مقایسه د ډیرو کسانو له پاره د حیرانتیا وړ خبره ده.
نو آیا د نوو اخته کسانو د شمیر ډیروالی په هغو کسانو پوری اړه پیدا کوي چی د کرونا پر وخت د اړیکو د راکمولو په اړه محدودیتونه یې نه دي مراعات کړي؟ او که نور عوامل نقش لوبوي چی په خپله په ویروس پوری اړه پیدا کوي؟

د هوا ډیره ککړتیا
په ویانا کي د مالیکيولي طبي پلټنو له مرکز څخه، اندراس برگتالر وایي هغه څه چې څرگنده ده هغه دا چي د کووید ۱۹ د ویروس د ککړتیا دینامیسم ډیر لوړ دی.
هغه زیاتوي، دغه دینامیسم په ډیرو عواملو پورې تړلی دی چی علم تر اوسه پر دې نه دی توانیدلی چی په هغه پوه سي. یوه احتمالي توضیح چی له څو میاشتو راهیسي ورباندي بحث کیږي، د سارس کووید ۲ د ویروس موتاسیون یا جینیکي بدلون دی چي ښایي له امله یې د ککړتیا شدت د کال د لومړنیو وختونو په پرتله لوړ سوی وي.

د ویروس نوی ډول
سویسي پلټونکو په خپل لومړني رپوټ کی چي تر اوسه د کارپوهانو له خوا نه دی تأیید سوی، د 20A.EU1 په نامه د ویروس له نوي ډول څخه خبر ورکوي چی همدا اوس د اروپا په سطح د کرونا تر ټولو زیات پراخیدونکی ویروس دی.
لکه څنگه چې نوموړو پلټونکو د اکتوبر پر ۲۹ مه اعلان وکړ، د ویروس دغه نوی ډول د اول وار له پاره په هسپانیې کي راښکاره سوی او له هغه ځایه نورو هیوادو ته انتقال سوی.
د اندراس برگتالر په خبره، په اطریش کې چی تر اوسه د سارس کووید ۲ ویروس ۷۴۷ پیښو ډي اِن اِی تجزیه سوې، لا دویروس دغه ډول نه دی لیدل سوی چی ښایی علت یې د تجزیې کم شمیر موارد وي.

د هوا له لاری د ذرو انتقال
یو بل علت چی په دا وروستیو کي د علم په برخه کی ورباندي ډیر بحثونه روان دي، د هوا له لاري د ویروس د ذرو د انتقال خبره ده. د پاندیمي په پیل کي د انسانانو ترمنځ د اړیکو پر ککړتیا باندي تمرکز ډیر وو او له همدې کبله سپارښتنه کیده چي لاسونه باید په ښه توگه پریمینځل سي.
خو نن ورځ موضوع لاپسي روښانه سوې او هغه دا چی د ویروس انتقال نه یوازی دا چی د خولې او پزي د افرازاتو له لاری بلکې په هوا کي د معلقو جامدو او مایع ذراتو له لارې هم رامنځته کیږي، په خاص ډول په تړلې فضا کي چي موږ زیاتره وخت په يخنۍ کی خپل وخت پکښي تیروو. له همدې کبله په تړلو ځایونو کی د تازه هوا جریان ډیر اهمیت لري.
د واکسین کارپوهه، اورزولا ویدرمان وایي، تر هغو پورې چي اغیزمن واکسین آماده سوی نه وي، پر دغه ویروس باندي غلبه کیدای سي کلونه دوام وکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب