1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

د کرونا پر مهال آلمان ته د سفر شرایط؛ مهمو پوښتنو ته ځوابونه

۱۳۹۹ مرداد ۱۳, دوشنبه

د کرونا وبا پر مهال له مبدا هیوادونو څخه چې د اروپایي اتحادیې په قلمرو کې نه دي آلمان ته د سفر مقرراتو تغیر کړی دی. هغه کسان چې آلمان ته د تګ نیت لري، تر تګ مخکې باید له نوو مقرراتو او محدودیتونو ځان خبر کړي.

Nordseeküste bei Internet-Portal Airbnb besonders gefragt
انځور: picture-alliance/dpa/I. Wagner

د دوبي په پیلیدو او د اروپایې اتحادیې دننه د ځینو سفري محدودیتونو له منځه تللو سره نه یوازې د اروپایي هیوادونو ترمنځ مسافرت، بلکې د نړۍ د یو شمیر هیوادونو څخه اروپا ته هم سفر ممکن شوی دی. خو پر دې سربیره هم اروپا ته د داخلیدو اجازه او د سفر هدف او په هغه هیواد کې د قرنطین د الزامي کیدو څرنګوالی ډیری کسانو ته روښانه نه دی. له دې همدې کبله مخکې له دې چې په سفر ووځي، بهتره ده لومړی د هغه هیواد د وضعیت په هکله چې د سفر نیت ورته لري ځانه پوهه کړئ او د هغه هیواد له مقرراتو، محدودیتونو او قرنطین له تدابیرو سره بلد شئ.

په دې رپوټ کې د ټولنیزو شبکو کاروونکو لسو مهمو پوښتنو ته ځوابونه ویل شوي دي. هغه ټکی چې ورته باید پام وشي دا دی چې د ټولې اروپه په سطحه د سفر د اجازې د ترلاسه کولو مقررات او شرایط یو ډول نه دي. د اروپایي اتحادیې هر غړی هیواد (دلته آلمان) اختیار لري چې خپل تدابیر او مقررات نافذ کړي.

آن د آلمان ایالتونه هم خپل بیلا بیل مقررات او تدابیر لري، چې ځینې وختونه د مسافرینو له پاره سرخوږي ګرځي.

لومړۍ پوښتنه: د هغو هیوادونو لېست چې وګړي یې آلمان ته د راتګ اجازه لري، تل د تغیر په حال کې دی. څرنګه کولای شو وروستیو معلوماتو ته لاس رسی ولرو؟ وروستي معلومات دلته موندلای سئ:
. https://www.bmi.bund.de

په آلمان کې د مقرراتو، د شرایطو د ټاکلو او د دغه هیواد خاورې ته د داخلیدو د تصمیم مسوولیت د کورنیو چارو له وزارت سره دی. په دې تړاو وروستي معلومات په آلماني او انګلیسي ژبو دلته پیدا کولی شئ.

https://www.bmi.bund.de

پر دې سربیره کولای شئ د آلمان د بهرنیو چارو وزارت انټرنټ پاڼې https://www.auswaertiges-amt.de او همداشان د فدرالي پولیسو انټرنټ پاڼې https://www.bundespolizei.de  ته په رجوع کولو سره په دې هکله معلومات تر لاسه کړئ. د اروپایي اتحادیې د مقرراتو او قوانینو په هکله کولی شې دې ادرس Re-open Europe ته مراجعه وکړئ.

البته دغه موانع او محدودیتونه به قدم په قدم لیرې شي. په کرونا ویروس د اخته کیدونکو کسانو د شمیر په کمیدو سره اروپایي اتحادی غواړي چې د ۱۴ هیوادونو اتباعو ته چې د دغې اتحادیې غړي نه دي اروپایي اتحادیې ته د ورتګ اجازه ورکړي.

خو دا یوازې سپارښتنه او د اروپایي اتحادیې غړي د هغې ترسره کولو ته مجبوره نه دي او د خپلو چارو په هکله د تصمیم نیونې په برخه کې خپلواکه دي. همدا اوس آلمان د آسترالیا، ګرجستان، کاناډا، مونتنګرو، نوي زیلنډ، تایلنډ، تونس او اورګوای هیوادونو وګړو ورتګ آزاد کړی دی.

خو د چین، سویلي کوریا او جاپان هیوادونو د وګړو پر وړاندې محدودیت هغه وخت له منځه وړل کیږي چې دغو هیوادونو ته د آلمان اتباع هم د ورتګ اجازه ترلاسه کړي.

دوهمه پوښتنه: یو کس آلمان ته د سفر اراده لري، خو هیواد یې په هغه لېست کې دی چې وګړي یې آلمان ته سفر نه شي کولی. اوس باید دغه کس د څه ډول شرایطو درلودونکی وي، څو آلمان ته سفر وکړی شي؟ آیا د هیواد له پاره وضع شوی ممنوعیت په استثنايي مواردو کې هم راځي؟ که چیرې ځواب هو وي نو هغه کوم موارد دي؟

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په انټرنټ پاڼه کې https://www.auswaertiges-amt.de آلمان ته د داخلیدو او ممنوعیت د استثنایي مواردو په هکله نسبتا یو بشپړ فهرست موجود دی.

په دې معنی یوازې هغه کسان آلمان ته سفر کولی شي، چې سفر یې لازم او اړین وي. د بیلګې په توګه څیړونکي، دیپلوماتان او یا بهرني محصلین چې د آلمان پرته یې د زده کړو د دوام امکان نه وي. د آلمان فدرالي پولیسو انټرنټ پاڼې ته https://www.bundespolizei.de په رجوع کولو سره په دې تړاو نور معلومات ترلاسه کولی شي.

دریمه پوښتنه: تاسو په آلمان کې ژوند کوئ او یوه بل هیواد ته مو سفر کړی دی. آلمان ته بیرته تر راګرځیدو وروسته څرنګه پوهه شئ چې یوه موده په قرنطین کې پاتې شئ؟ چیرې دغه موده باید تیره کړل شي؟ د معاینې په منفي ختلو سره کیدای شي له قرنطینه ډډه وشي؟

که مو هغه هیواد ته سفر وکړی وي چې د آلمان د رابرت کُخ، څیړنیز انستیتوت د خطرناکو هیوادونو په توګه درجه بندي کړی دی، باید قرنطین شي. هغه کس چې د خطرناکو سیمو په توګه طبقه بندي شوو سیمو کې یې ۱۴ ورځې تیرې کړي، آلمان ته تر راګرځیدو وروسته باید ۱۴ ورځې قرنطین شي.

د خطرناکو هیوادونو فهرست د کرونا ویروس د خپریدو له شدت سره په ورځې پورې مربوطیږي. څوک چې آلمان ته د راستنیدو نیت لري، تر ارادې دمخه باید په لاندیني لېنک کې ومومي چې مبدا هیواد یې د خطرناکو هیوادونو په ډله کې شته او که نه. https://www.rki.de/DE/Content/InfAZ/N/Neuartiges_Coronavirus/Risikogebiete_neu.html

په دې هکله د آلمان هر ایالت د قرنطین له پاره خپل شرایط او ځانګړي تدابیر لري. په لاندیني لېنک کې کولای شئ د آلمان د هر ایالت د ځانګړو مقرراتو، تدابیرو او قرنطین له شرایطو سره بلد شئ.

https://www.bundesregierung.de/breg-de/themen/coronavirus/corona-bundeslaender-1745198

څلورمه پوښتنه: فرض کړو آلمان ته د داخلیدو پر مهال د یوه کس د کرونا نتیجه مثبته خیژي او باید قرنطین شي. دا موده باید چیرې تیره شي او لګښت یې څوک پر غاړه اخلي؟

په هوایي ډګر کې د کرونا د معاینې نتیجه په څو ساعته کې ګرځنده موبایل ته استول کیږي. که چیرې نتیجه مثبته وي، ژر د روغتیا ادارې ته خبر ورکول کیږي او په کرونا ویروس اخته کس باید ۱۴ ورځې په قرنطین کې تیرې کړي.

د روغتیا ادارې له لوري په کرونا ویروس اخته کس ته تګلاره او ځانګړي معلومات ورکول کیږي. وظایف او د قرنطین امنیتي تدابیر د سیمې د روغتیا اړونده ادارې له لوري ارزول کیږي. د آلمان په ځینو ایالتونو کې له دغو مقرراتو څخه سرغړونه تر اکثر حده لس زره یورو جریمه هم په پام کې نیول شوې ده.

د مسافرینو د قرنطین د دورې لګښت د آلمان دولت نه ورکوي. هر کس باید د خپل هوټل لګښت او ډاکټر ته د ورتګ اړونده مصارف په خپله ورکړي.

پنځه پوښتنه: آلمان ته د داخلیدو له پاره د یوه کس تابعیت مهم دی یا هغه مبدا هیواد چې له هغې څخه آلمان ته ځي؟

له اروپایي اتحادیې څخه د باندې هیوادونو اتباع یوازې د معتبرې اجازې یا اقامې او یا هم د آلمان او یا شینګن حوزې د ویزې په لرلو سره کولی شي سفر وکړي. https://ec.europa.eu/info/live-work-travel-eu/health/coronavirus-response-0/travel-and-transportation-during-coronavirus-pandemic/travel-and-eu-during-pandemic_de

له دې مخې په دې شرایطو کې د اقامت ځای او په ځانګړې د اقامت دایمي ځای د یوه کس د تابعیت پر ځای لومړیتوب لري.

د بیلګې په توګه: یو آسترالیایي چې په نایجیریا کې مېشت دی او غواړي آلمان ته سفر وکړي. آسترالیا د آلمان له پاره د عادي وضعیت په لېست کې قرار لري. خو دا چې دغه آسترالیایي په نایجیریا کې ژوند کوي، نه شي کولی د کوم لازم او ضروري دلیل پرته په آسانۍ سره آلمان ته داخل شي. په پرتلیز ډول یو برازیلی چې په بیلجیم کې ژوند کوي، آلمان ته د سفر اجازه لري. بله دا چې د شینګن ویزه تر بلې اطلاح پورې نه صادریږي، د ډیرو استثنایي او ضروري مواردو پرته. اروپا ته په ویزې د سفر کولو په هکله نور معلومات په دې لېنک کې موندلی شئ.https://www.schengenvisainfo.com

شپږمه پوښتنه: څه به وشي که له هغه هیواده آلمان ته سفر وکړو چې د خطرناکو هیوادونو په فهرست کې وي. د بیلګې په توګه ترکیه. یو کس چې په خټه ترکی دی او په ترکیه کې هم اوسیږي غواړي آلمان ته سفر وکړي. آیا هغه ته د سفر اجازه ورکول کیږي که په هوایي ډګر کې یې آلمان ته داخلیدل ردیږي؟

په عمومي ډول د اروپایي اتحادیې د باندې هیوادونو او شینګن له پاره د سفر خبرداری د ۲۰۲۰م کال تر اګست میاشتې پورې ادامه لري. دا خبرداری یوازې د آلمان د اتباعو له پاره دی او آلمان ته د داخلیدو له پاره د قوانینو او محدودیت له مقرراتو سره مستقیم ارتباط نه لري. د مثال په ډول یو څوک که غواړي له ترکیې څخه آلمان ته سفر وکړي، هرومرو باید په دې وتوانیږي چې د خپل سفر ضرورت په اثبات ورسوي. د هغه د دلایلو کره والی تر الوتنې دمخه د هوایي شرکت له لوري د هوایي ډګر په خروجي برخه کې ارزول کیږي او یوازې تر ارزونې وروسته کس ته د پرواز اجازه ورکول کیږي.

خو په دې ټولو سره داسې هم پيښيږي چې یو کس آلمان ته د داخلیدو وروسته، بیرته خپل هیواد ته استول کیږي. له دې کبله چې په آلمان کې د هوايي ډګر مسوولین د هغه دلایل نه مني یا یې غیر ضروري ارزوي او یا په همدې لنډه موده کې داسې مسایل رامنځ ته کیږي چې آلمان ته د داخلیدو د مقرراتو د تغیر سبب ګرځي. له دې کبله د بیرته ستنیدو پرته بله لاره نه پاتې کیږي. خو دا چې هوایي شرکتونه د اضافي لګښتونو د پریکولو مسوولیت پر غاړه لري، هڅه کوي چې په دقت سره دلایل وارزوي چې دغه دلایل یې آلمان ته د مسافر د سفر کولو له پاره کافي او لازم دي که نه.

مهم ټکی: ترکیه اوس مهال د خطرناکو سیمو په فهرست کې ده. په دې معنی کې چې له ترکیې څخه راتلونکي مسافر باید ۱۴ ورځې قرنطین شي. خو د آلمان په ځینو هوایي ډګرونو کې په سملاسي توګه د کرونا تېست کیږي او که چیرې يې نتیجه منفي وي، قرنطین ته اړتیا نه شته.

اوومه پوښتنه: د اروپایي اتحادیې هر غړی هیواد له دریم هیواد څخه خپلې خاورې ته د مسافرو د داخلیدو په تړاو خپلې پریکړې او بیلا بېلې تګلارې لري. آیا کیدای شي چې دغو تفاوتونو په یو شکل آلمان ته د داخلیدو له پاره استفاده وشي؟ د بیلګې په توګه آلمان ته د مستقیم پرواز پر ځای یونان ته سفر وشي او که چیرې یونان کې له کوم مشکل سره مخامخ نه شو، بیا له یونانه آلمان ته سفر وکړو؟

په الزامي ډول نه. په دې وجه چې په اروپا کې د موجودو نسبتا یو ډول پریکړو سربیره، د اروپایي اتحادیې هر غړی هیواد او همداشان د شینګن حوزې هیوادونه خپلې خاورې ته د داخلیدو په تړاو د مقرراتو او محدودیتونو په هکله خپلواکه دي.

که چیرې مو یونان ته سفر په بریالی ډول ترسره شي، د دې دلیل نه دی چې وکړی شي په آسانۍ او او پرته له هیڅ خنډ او اجازې آلمان ته داخل شئ. په ځانګړي ډول که چیرې د شینګن حوزې اوسیدونکي نه اوسئ او یا د معتبرې اقامې درلودونکي نه اوسئ. له دې کبله د خپل هر پروګرام دمخه هڅه وکړئ د آلمان د تازه مقرراتو او قوانینو څخه ځان خبر کړئ. د نورو احتمالي پوښتنو له پاره په آلمان کې د خپل هیواد له سفارت سره اړیکه ونیسئ.

اتمه پوښتنه: تاسو په آلمان کې یاستئ او په تاسو کې د کرونا ویروس علایم څرګند دي. په دې ډول شرایطو کې باید څه وشي؟

بې له کوم ځنډه د خپل وضعیت په هکله روغتیايي ته خبر ورکړئ. (https://tourismus-wegweiser.de ). د شدیدو علایمو سره د مخامخ کیدو په صورت کې له ډاکټر یا د کرونا له پاره د ځانګړي شوو تلیفون شمیر ۱۱۶ او ۱۱۷ سره اړیکه ونیسئ. د ناروغۍ د سختیدو په صورت کې روغتون ته ولاړ شئ او یا هم امبولانس ته زنګ ووهئ. مخکې له دې چې سفر پېل کړئ دا معلومه کړئ چې په کرونا ویروس د اخته په کیدو په صورت کې په آلمان کې د خپل هیواد له سفارت سره اړیکه نیولی شئ.

نهمه پوښتنه: څه به وشي که چیرې په آلمان کې ستاسو د اقامت پر مهال دغه هیواد ته د داخلیدو په هکله قانون او د محدودیت مقررات تغیر وکړي؟ فرضا خپل ته ستنیدل مو د کرونا ویروس د خپریدو د زیاتیدو له کبله ناممکن وګرځي او یا مو هیواد دې ته اړ شي چې یو ځل بیا خپلې پولي وتړي؟

په دغه ډول یوه وضعیت کې پرته له ځنډه په آلمان کې له خپل سفارت سره تماس ونیسئ. البته که قرنطین نه یاست او یا مو په وجود کې د کرونا علایم نه ښکاري، د دې امکان شته چې له آلمانه ووځئ او خپل هیواد ته ستانه شئ. د دغه سفر څرنګوالی او یا د هغې د لګښت د پرې کولو موضوع له هغو شرایطو او مقرراتو سره تړلې چې تاسو له هوایي شرکت سره منلي. د سیاحت شرکت او یا هم له هوایي شرکت سره تماس ونیسئ او د بیرته ستنیدو امکان او وخت معلوم کړئ. له هغوی پوښتنه وکړئ چې د دغه سفر لګښت د چا پر غاړه دی. د احتیاط له مخې حتما لږې زیاته پیسې له ځانه سره ولرئ. ځکه ممکنه ده چې په آلمان کې ستاسو د اوسیدو ځای، ښار او یا سیمه په ناڅاپي ډول قرنطین شي او تاسې له زیات وخت د پاتې کیدو پرته بله چاره ونه لرئ، څو چې اړونده چارواکي تاسو ته له قرنطین څخه د وتلو اجازه درکړي.

لسمه پوښتنه: د آلمان بیلا بیل ایالتونه د کرونا ویروس د مخنیوي له پاره خپل مقررات لري. که چیرې چې د آلمان کوم ښار ته د تګ نیت ولرو، څرنګه کولی شو له دغو مقرراتو ځان خبرو کړو؟

په دې تړاو د آلمان د ایالتونو مقررات په دې لېنک کې لوستلی شئ. : https://tourismus-wegweiser.de خو هغه څه چې مهم دي هغه مقررات دي چې د خطرناکو سیمو د مبدا هیوادونو د مسافرو د قرنطین د تدابیرو له پاره تنظیم شوي دي. د آلمان تازه خبرونه او همداشان په هغه سیمه کې چې اوسیږي په هکله وروستي خبرونه تل تعقیب کړئ. ځینې وختونه دا هم ممکن ده چې په آلمان کې ځینې ښارونه، ناحیې او يا ځانګړې سیمې د کرونا ویروس د پيښو د زیاتیدو له کبله یو ځل بیا قرنطین شي او د خطرناکو سیمو برخي وګرځي. ځیني وختونه دا هم امکان لري چې د آلمان په ځینو ایالاتونو کې پر تګ راتګ مطلق بندیز ولګیږي. د دغه ډول مقرراتو نافذیدل کیدی شي آلمان ته ستاسو په راتګ یا خپل هیواد ته د ستنیدو یا د سفر د جریان په ترڅ کې خپل اغیز ولري. په داسې شرایطو کې سپارښتنه کیږي که کومه پوښتنه لرئ هرومرو یې د هغې سیمې له مقاماتو سره شریکه کړئ او یا په آلمان کې د خپل هیواد له سفارت سره اړیکه ونیسئ.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب